The news is by your side.

یاسین ضیا: د هلمند جګړه کې ترهګرو او القاعده له طالبانو سره مرسته کړې

خبریال ویبپاڼه/ امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې طالبان به له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړبکي پریکوي خو اوس تازه د هلمند والي یاسین ضیا ویلي چې د هلمند جګړه کې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو او القاعده سره یوځای پر دې ولایت بریدونه کړي

د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه شپومه ورځ  لاهم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتي روانې دي د هلمند والي ویلي چې د دوی ځواکونو د طالبانو له لوري د لښکرګاه د نیولو مخ نیوی کړی

ښاغلي یاسین ضیا ادعا کړې چې طالبانو د یو شمېر ترهګرو ډلو په ملتیا د هلمند په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې باندې بریدونه کړي چې د دوی ځواکونو يې ځواب کړی او ورته يې درانه تلفات اړولي

د هغه په وینا دغه حمله چې دوی وکړه د لښکرګاه او د دې سیمې د سقوط نیت‌یې درلود، د خدای په فضل او د هلمند د خلکو په ملاتړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سختې دفاع په نتیجه کې له ماتې  سره مخامخ سول

د افغانستان پر لویو ښارونو د طالبانو له لوري بریدونه عکسلعلمونه هم له ځان سره درلودل چې د اروپايي اتحاديې یو شمېر هېوادونو په دې هکله نظرونه څرګند کړل او ورسره خواته افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو امریکايي قوماندان سکاټ میلر له طالبانو وغوښتل چې خپل بریدونه دي کابو کړي

په نژدې ورځو کې ښايي چې د سولې بین لافغاني خبرې پیل سي خو تیره ورځ د افغان مرکچي پلاوی یو شمېر غړو ویلي وو چې د طالبانو بریدونو اندېښمن کړي او ښايي چې د دوی له لوري دا جګړې د سولې روانې  خبرې زیانمنې کړي

د افغانستان عام خلک په اوسنیو اساسو شرایطو کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې په جګړه کولو سره دي د سولې روانې خبرې نه زیانمنوي خو داسې مالومیږي چې د ولس دې غوښتنې  ته هیڅ پاملرنه نکیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.