The news is by your side.

دا عش خوابدي ‌طالبانو خپلو لیکو ته وربولي‌

خبریال ویب پاڼه / افغان امنیتي ‌چارواکي وايي چې داعش ترهه ګري‌ ډلي‌ د افغانستان په شمال کې د جلب او جزب پروسه خورا ګړندۍ کړې ده .

له بلح نه د خبریال ډاټ کام هکار کاږي‌ چې داسې معلومات شتون لري چې داعش د بلخ – جوزجان او بلخ – سمنګان ولایتونو تر منځ په سرحدي سیمو کې د طالبانو پورې اړوند سیمو څخه د جنګالیو د جذب سلسله ګړندۍ کړې ده .

تر دم ګړیه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي‌؛ البته د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فایز وايي چې داعش په خورا منظمه توګه د جلب او جزب پروسه پر مخ بیا يي او که یې په وړاندي ‌جدي عملیات ونشي‌، ښايي په سیمه کې د نا امنیو سبب وګرزي .

د بلخ امنیه قوماندان وايي چې امنیتي ځواکونو د تیر کال په جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په چمتال ، چهار

بولک ، بلخ ، دولت آباد  او زارې ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه کم شوي او د بلخ_جوزان لویه لاره هم خوندي شوې ده.

داعش چې په افغانستان کې اوس تر بیلا بیلو سیمو ریښې ځغلولې دي یوه ترهه ګره ډله ده چې لمړنی مرکز یې د افغانستان په ننګرهار کې وو خو وروسته د هیواد بیلا بیلو س

یمو ته خپره شوه .‌

وسله والو طالبانو اوس له امریکا سره د سولي ‌معاهده کړې خو د حکومتي ‌چارواکو په وینا په طالبانو کې داسي‌ ډېري لويي‌او وړې ډلي ‌شته چې د سولي‌ معاهده نه مني‌ او د بغاوت لار یې خپله کړې ده ؛ داعش ترهه ګر هڅه کوي ‌چې هم دغه طابان چې د سولي ‌معاهدې مخالف کوي‌ د ځان ملاتړي ‌او ملګري ‌کړي‌.

داعش په داسي ‌وخت کې خپلو لیکو ته جلب او جزب زیات کړی چې امریکا يي‌ځواکونو له افغانستان نه د خپلو عسکرو وتل پیل کړل .

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه یې د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه .‌نوموړي‌ په یوه اعلامیه کې ویلي دي‌ چې :‌ “امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو د ختمولو او  د ترویزم خلاف عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.“

د امریکا متحده ایالاتو پوځ به په (۱۳۵) ورځو کې له (۱۳۰۰۰) نه (۸۶۰۰)‌ ته په افغانستان کې د خپل پوځ شمېر راټیټوي‌.

د امریکا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسي ‌وخت کې له افغانستان نه د پوځ د وتلو اعلان وکړ چې تازه په افغانستان کې اشرف غني‌ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په افغانستان کې په رسمي ډول د یوه نوي‌ حکومت پیل شو ، خو دا حکومت  سره هم مهاله پخواني‌ اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم خپل ځان « ځان بللی ولسمشر» اعلان کړ.

 طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي ‌تر موافقه وروسته چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه ؛ دا لمړی ځل دی چې امریکا یانو د خپلو عسکرو د وتلو رسمي‌ خبر ورکړ.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولي‌ په لوظنامه کې بین الفغاني‌ خبري او په افغانستان کې اوږد مهاله اوربند هم شامل دی ، خو تر دم ګړیه لا بین الفغاني ‌خبري چې باید نن پیل شوې وای نشوې پیل او په افغانستان کې لا هم اوربند نه دی شوی .

     

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance