The news is by your side.

د امريکا ټاکني او پر افعانستان يې اغيز

خبريال ويبپاڼه/ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درې اونۍ پاتې دي خو تراوسه پورې لا هم په کمپاینونو کې د افغانستان په اړه اشاره شوې نه ده.
له پنځلس کلن شتون نه وروسته د افغانستان په اړه باندې د امریکا بهرنۍ سیاست څه دي؟

ایا سیمه ایزو پيښو افغانستان د امریکا له سترګو څخه څنډې ته کړی دی.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته درې اونۍ پاتې دي خو تراوسه پورې دواړو نوماندانو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان په اړه باندې اشاره نه ده کړې.
په داسې حال کې د امریکا دولس زره او دولسم کال ټاکنو کې بیا افغانستان د امریکا پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن او د امریکا ولسي جرګې استازی پاول رایان ترمنځ درویشت ځلې یاد شوی وه.
په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر یوولسمې پیښې څخه وروسته په افغانستان کې د امریکا د نه لاس وهنې سیاست یې یرغلیز شو.

د نړۍ تر ټولو ستر ځواک د ترهګرۍ ځپلو شعار سره افغانستان ته دننه شو.
خو واک ته د بارک اوباما رسېدو سره یرغلیز بهرنۍ سیاست په دفاعي بدل شو.
هغه مهال د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ترڅنګ،له افغانستان څخه د بهر کېدو سیاست هم مطرح شو.
خو واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدو سره له افغانستان څخه د امریکا وتلو لپاره هڅې زیاتې شوي
.
نوموړي هڅه وکړه چې د طالبانو له ډلې سره خبرو ته دننه شي او تر ټولو اوږده جګړه یوې خوا ته کړي.
اوس چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي ته درې اوونۍ باقي پاتې دي،د افغانستان په اړه د دې هیواد بهرنۍ سیاست څه دی؟

د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن په ټاکنیزو ویناوو کې د بهرني سیاست په برخه کې یې له افغانستان څخه لږ نوم نه اخیستل کیږي.
داسي حال کې چې د امریکا پخواني مرستیال جوبایډن او د امریکا د استازو جرګې غړي پاول رایان مناظرې په لړ کې،د افغانستان نوم درویشت ځله یاد شو.

آیا سیمه ییزو بدلونونو افغانستان څنډې ته کړی دی؟
افغانستان اوسمهال په حساس وضعیت کې دی.امریکا له طالبانو سره تر نوولس کلنې جګړې وروسته دې ډلې سره سوله وکړه او د افغانستان حکومت او طالبانو لپاره یې د خبرو ور پرانیستله.
اوس ټرمپ د افغانستان په اړه یوازې خپلو ټویټونو باندې بسنه کوي،هغه هم له افغانستانه د خپلو سرتیرو وتلو په تړاو.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا سیاست بدلون نده کړی او د یاد هیواد د ستراتیژیکو موخو له مخې پر مخ ځي.
له دې ټولو سره سره د افغانستان په تړاو د ټرمپ او بایډن لیدلوري ډیر تفاوت نلري.

دواړه لیواله دي چې امریکا له افغانستان څخه ووځي.
خو هغه څه چې د افغانستان خلکو لپاره مهم دي،د جګړې پایته رسېدل دی؛هغه جګړه چې تیرو څلورو لسیزو کې یې د افغانستان له خلکو بې شمیره قرباني اخیستي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance