تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هلمند هوایي بریدونو کې ٤٨ طالبان وژل شوي
خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت ګې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ٤٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دا هوایي بریدونه د هلمند په بېلا بېلو ولسوالیو، ناوې ولسوالۍ خسرو آباد خلچۍ سیمو، د نادعلې ولسوالۍ لوی مانده او تریخ ناور سیمو کې، د نهر سراج ولسالۍ مهاجر بازار او مرکز لښکر ګاه ښار کې د طالبانو په مهمو غړو او نورو وسله والو یې شوي دي.
په وژل شویو طالبانو کې مهم قومندانان، محب الله، حاجي رٸیس، مولوي صفا او ملا شاه ولي چې د سېلاب شبکې اړوند دی د یو شمېر ډلګي مشرانو په ګډون یې وژل شوي دي.
د هلمند ولایت ملي امنیت ریاست همدا راز وایي، چې تېرا ورځ افغان هوایي ځواکونو د نادعلې ولسوالۍ په لویه مانده سیمه کې دوه عراده هاموي ټانکونه چې وسله والو طالبانو د موټر بم بریدونو لپاره شمتو کړي وو له منځه وړي دي.
بل لور بیا په هلمند ولایت کې روانې اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په سختو نښتو کې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون تر ٣٠٠ زیات طالبان وژل شوي دي، چې تقریابً د ٨٠ جنګیالیو جنازې د هلمند دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي، همدا شان په جګړه کې ټپي جنګیالي هم پاکستان ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه په طالبانو برلاسي شوي او هغه سیمې چې طالبانو نیولې وې بېرته ترې اخیستل شوي او ځواکونه لا هم طالبانو نه د سیمو په پاکولو په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.