بدخشان کې د جګړې دریمه ورځ
خبریال ویبپاڼه/ له هلمند ولایت وروسته چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت پر مرکز او ولسوالیو باندې سخت بریدونه وکړل اوس بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی
له دې ولایته تازه خبرونه دادي چې طالبانو اتمه ناحیه نیولې او لاهم جګړه روانه ده ولایتي مسؤلین وايي چې اتمه ناحیه د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلې، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو ته مرسته ونه رسیده نو ځکه افغان ځواکونو له سیمې شاتګ وکړ
د بدخشان ولایتي ویاند نیک محمد نظري بیا اتمه ناحیه کې یوازي د افغان ځواکونو د تاکیتکې په شا تګ خبره کوي او وايي چې دې سیمې سقوط نه دی کړی
د اتمې ناحیې او ولایت مقام ترمنځ یوازي یو غر دی کچیري طالبان دا غر ونیسي نو له هغه ځایه ولایت مقام امنیه قومانداني او هوايي ډګر ښه په نښه کولای سي
د بدخشان جګړه په داسې حال کې دریمې ورځې ته غځیږي چې د هلمند لایت جګړه هم پوره اته ورځې وسوه د بین لافغاني خبرو په درشل کې دا ډول بریدونه څومره ګواښ دی د افغان سولې لپاره
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هلمند دجګړې په هکله ویلي وو چې داسې جګړې د افغان سولې لپاره لوی ګواښ دی افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم له طالبانو غوښتي وو چې جګړې دي کمې کړي همداشان افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له لوري په هلمند کې بریدونه وحشت بللي وو.
په دې جګړه کې تر ډیره تاوان ملکیانو ته وا وښت د مالوماتو له مخې چې دې جګړې شاوخوا لس زره کورنۍ بې ځایه کړې چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرایوان دي محمد اشرف هلمند کې ولایتي مسؤلینو ته وویل چې له دې خلکو سره باید اړیني مرستې وسي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.