The news is by your side.

د یمن حکومت او حوثیانو ترمنځ د بندیانو د تبادله

خبریال ویپاڼه/ د یمن د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمینځ د بندیانو د تبادلې د بهیر په دوهم پړاو کې، نن له دواړو خواو څخه ۱۷۵ بندیان خوشې شول.

په دې اساس، د سره صلیب کمیټې الوتکې ۱۰۰ حوثي وګړي له عدن څخه صنعا ته لیږدولي. بلې الوتکې د صنعا څخه عدن ته د ۷۵  یمني حکومتي ځواکونه وړي دي.

په ورته وخت کې، یمني سرچینو پرون سهار اعلان وکړ چې د یمن د حکومت او حوثیانو ترمینځ د بندیانو د تبادلې په دوهم پړاو کې به له دواړو خواو څخه ۳۵۱ بندیان تبادله شي.

د شنبې په ورځ، د یمن حکومتي ځواکونو او حوثیانو شاو خوا ۷۱۰ بندیان د ملګرو ملتونو او سور صلیب تر څارنې لاندې تبادله کړل.

د ۱۳۹۹ کال د تلې په لومړۍ نیټه په یمن کې ولسي لښکر او حوثیانو بندیان تبادله کړل.

په یمن کې د حکومت ملاتړي ولسي لښکر او حوثیان یاغیان د شنبې په ورځ په تعز ولایت کې د یو سل نوي بندیانو پر تبادلې سلا شول.

دا هوکړه په سیمه کې د ځايي قومي مشرانو په منځګړتوب شوې چې له مخې یې یو سل پنځه پنځوس حوثیان له پنځه اویا ولسي لښکر غړو سره تبادله کیږي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده، چې له دوو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتو په منځګړتوب په کویټ کې د یمن د قانوني حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی د دې خبرو د بري لپاره پر دریو کمېټو کار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance