The news is by your side.

د هلمند څلورمې حوزې له سقوط وروسته؛ جګړه تر دریمې حوزې رسېدلې

خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د جګړې لسمه ورځ ده، د څلورمې امنیتې حوزې له سقوط نه لس ورځې وروسته جګړه د هلمند د دریمې امنیتي حوزې تر څنډو رسېدلې.

هلمند کې په جګړه بوخت افغان ځواکونه هم وایي، چې طالبانو څلورمه امنیتي حوزه نیولې او جګړه د هلمند دریمې امنیتي حوزې پورې را رسېدلې.

د هلمند اوسېدونکي اندېښنه ښیي، که جګړه همداسې دوام ولري او طالبان لا ډېر پرمختګ وکړي، لښکر ګاه ښار به هم سقوط وکړي.

خو د دریمې حوزې اړوند امنیتي مسؤولین وایي، چې دوښمن ښار ته د ننوتو تکل لري،خو اوس کمزوری شوی او امنیتي ځواکونو له لوري د سیمو بیا نیولو عملیات روان دي.

د هلمند په لس ورځنۍ جګړه کې د طالبانو څه باندې ٣٠٠ وسله وال وژل شوي، تر ٣٠ امنیتي ځواکونو ته او لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند په جګړه کې له طالبانو سره په زیات شمېر پنجابیان او پاکستاني اتباع هم وژل شوي دي.

د هلمند والي یاسین خان هلمند کې د جګړې په دوام کې ویلي وو، چې له طالبانو سره په جګړه کې القاعده، لشکر طیبه او د منځنۍ اسیا نورو ترهګذیزو ډلو جنګیالي برخه اخلي، طالبانو ته پوځي روزنه ورکوي او د ماینونو او نورو مهماتو په جوړولو کې ورسره مرسته کوي.

بل لور بیا په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیست غونډې نه یو یوه میاشت را وروسته د سولې خبرې سړې شوي او د رسمي خبرو :ُلېدو څرک یې نه لګي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance