The news is by your side.

ټرمپ د امریکا بهرنۍ  پالیسي زیانمنه کړې

یوې مشورې خپرونې  د ټرمپ د لومړۍ دورې د حکومتولۍ او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ګونګ تیا په هکله لویه مقاله لیکلې او ویلي يې دي چې ټرمپ د امریکا بهرنۍ پالیسې کله یو رقم کله بل رقم کارولې

ایرو ایشیا رېویو په یوه مقاله کې لیکلي د امریکا پالیسې تر بل هر وخت د ټرمپ په دوره کې زیانمنه سوې او ثابت دریځ يې نه دی غوره کړی

د دې مقالې اصلي اشاره د افغانستان جګړې ته وه چې ټرمپ د دې لويي او خطرناکې جګړې په هکله بې تفاوته پاتي  سوی او ښکاره دریځ يې نه دی لرلی مقالې ویلي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وتلو یا نه وتلو کره خبره نه د سوې

ټرمپ څو ځلي لکه ماشوم کله به یې په یوه ساعت کې د سرتیرو د وتلو پریکړه وکړه او کله به بیرته پېښمانه سو، همداشان يې د افغان سولې په برخه کې  هم همدا دریځ غوره کړی وو، چې د شننونکو په خبره د امریکا بهرنۍ پالیسې يې زیانمنه کړې

په دې مقاله کې د سولې خبرو وروسته د جګړې د شدت پړه هم پر ټرمپ اچول سوې  او ویل سوي دا هم د ټرمپ له بې دریځۍ کیږي چې په افغانستان کې د سولې خبرو او موقع وروسته یوځل بیا د جګړې ډګر تودیږي

ټرمپ په وروستۍ پریکړه کې وویل چې  تر راتلوونکي نوي زیږدیز کاله به خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي خو لاهم مالومه نه ده چې ایا ټرمپ به رښتیا هم امریکايي سرتیري په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وباسي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم د سرتیرو د ایستلو او نه ایستلو زیاتي پریکړي کړې خو کله چې يې وخت را رسیدلی ځینې يې نیګړې عملي سوې او ځینې يې پرمخ پاتې سوې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance