کابل کې د مجرمینو لوی عکسونه ځړول کیږی
خبریال ویبپاڼه/
وروسته له هغه چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت چارې وسپارلې هره ورځ په نوي بڼه امرونه صادروي ترڅو کابل کې امنیت کابو او خلک ډاډمن کړي
د امرالله صالح په مشري د کابل ښار د امنیت اونظم په برخه کې څلومه ناسته کې زیاتي پر یکړې وسوې چې مهمه يې د مشهوره او فراري مجرمینو د لویو عکسونو لګول وو.
ښاغلي صالح وویل چې په لارو او کوڅو کې دي د تښتیدلو مجرمینو لوی عکسونه ولګول سي ترڅو خلک يې په اړه دوی ته مالومات ورکړي تراوسه پوري په دې هکله جدي ګامونه پورته سوي، په وروستي ګام کې د کابل ښاروالۍ ته امر سوی چې د فراري مجرمینو لوی عکسونه دي د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې ولګول سي
ښاغلي صالح دا هم ویلي چې د کابل ښار ترڅنګ به د دې ولایت د ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره هم کار وسي
څو ورځې مخکې صالح د کابل د امنیت د تامین لپاره مسؤلیت واخیست او په ډیره ګړندۍ توګه یې دې برخه کې ګامونه واخستل هغه وویل چې په خپل قاموس کې د مجرمینو لپاره د رحم په نوم څه نلري
د کابل ښار په وروستیو مودو کې خورا له ننګونو سره مخ وو، او د دې ښار اوسدیونکو له خورا لوړو اندېښنو سره ژوند کاوه تراوسه پوري ښايي د کابل امنیت کې بدلون نه وي راغلي خو امنیتي مسؤلین یوازي د دې لپاره کار کوي چې خپل د ښار امینت تامین کړي
ښاغلي امرالله صالح له خلکو غوښتې چې د شکمنو کړنو په هکله دي خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي هغه موده وړاندې خپل وټساپ دوې شمېر اعلان کړې او له خلکو يې وغوښتل چې د مجرمینو عسکونه او مالومات ورته ولیږي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.