The news is by your side.

غني: له افغانستان د امریکا هر اړخیز ملاتړ دوام لري

خبریال ویبپاڼه/ نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ولسي جرګې ته د کابینې نوماند وزیران معرفي سول او خپلو خبرو کې نوې څرګندونې وکړې هغه وویل چې له افغانستانه د امریکا پوځي، او امنیتي ملاتړ دوام لري

ښاغلي غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، تر راتلوونکي ۲۰۲۱ زېږدیز کاله به خپل ټول   سرتیري له افغانستانه باسي

اشرف غني ویلي “موږ یوازې نه یوو. ځکه د بین المللي او ستراتیژیکو دوستانو سره چې موږ د مشترکو منافعو په اساس کوم مناسبات تدوین او ایجاد کړي دي، په خپل ځای دي دا په دې معنا چې له افغانستان څخه به د امریکا امنیتي او نظامي حمایت دوام لري. د دغه حمایت ښه بېلګه په وروستیو څو ورځو کې په هلمند کې ولیدل سوه”

آمریکا په وروستۍ ځل په هلمند او فرا ولایتونو کې وروسته له هغه پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې د دوی په وینا طالبانو د قطر دفتر له هوکړې سرغړونه وکړه

افغاولسمشر د خپلو خبرو په څنډه کې د فسا په هکله هم وویل  چې موږ پر خپل  راتلوکي بې باوره کوي، چې یوه بېلګه یې د لسهاوو میلیارده ډالرو انتقال بهرنیو هېوادونو ته دی. پيسي دلته پیدا سوي، اما بېرته بهر ته انتقال سوي دي

تراوسه پوري افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو په قطار کې دی چې فساد پکښي ډیر او زیاتي بې باورۍ يې رامنځ ته کړې چې دولت يې په وړاندې د مبارزې خبره کوي خو لاهم دا فساد په اوج کې روان دی

ولسمشر ولسي جرګې ته په وینا کې وویل” په خپلو پښو درېدل، او خپلو منابعو ته انکشاف ورکول کوم وچ یا تش شعار نه دی. هره ورځ موږ تجربه کوو او د دې شاهدان یوو، کله چې ملي اراده موجوده وي، له ظرفیتونو څخه سمه ګټه اخېستل کېدای سي”

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance