The news is by your side.

پاکستان د نړۍ په کچه د وېزې ورکړې برخه کې خطرناکه هېواد سو

خبریال ویبپاڼه/ مالومات وايي چې پاکستان په نړیواله کچه هغه هېواد سو چې د ویزې ورکړه کې خطرناکه ثابت سو دا څرګندونې د اروپايي ټولنې یو شمېر پارلماني غړو ترسره کړي دي

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړو د ویزې برخه کې پاکستان هېواد خورا خطرناک بللی او پر دې هېواد يې د سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي.

پاکستان په نړیواله توګه د ترهګرو ځاله ده او نړیوال تل له دې هېواده غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې د تروریستانو ځالې او مرکزونه له منځه یوسي پاکستان هغه هېواد دی چې پر اتباعو يې د نړۍ په ډیری هېوادونو کې بندیزونه لګیدلي او  ورسره ښې اړیکي نلري

د اروپايي هېوادونو د پارلمان دا غړي وايي له پاکستان هېواد څخه هر هېواد ته ترهګر په قانوني ویزو او پاسپوټونو سره کولای سي چې ولاړ سي  نو لازمه ده چې نړیوال ورباندې بندیزونه ولګوي  ځکه دا یو لوی ګواښ کیدلای سي

تر دې وړاندې د نړۍ د یوشمېر بنسټونو له لوري پاکستان د ترهګرو تور لیست او خړ لیست ته هم اضافه سوی وو، او لاهم په نړیواله کچه د دې هېواد له موجودیته په اندېښنه کې دي پاکستان څو ځله په خپله خاوره کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې خبره کړې خو تراوسه داسې ښکاري چې پاکستان هېواد په خپله خبره کې رښتینی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance