The news is by your side.

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان سره نوې مرستې اعلان کړې

خبریال وېب پاڼه/ د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د کرنې د ودې لپاره له خپل لوري نوې مرستې مرستې اعلان کړې.

د یاد بانک د خبر پاڼې پر اساس له ١٨ میلیون ډالرو زیات مرستې به د افغانستان شمال ختیځ کې د امو سیند د اوبو مدیریت به د افغانستان د کرنې وړ ځمکو د اوبو کولو لپاره زمینه برابره کړي.

خبر پاڼه زیاتوي چې له دې مقدار پیسو نه به د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره هم ګټه واخیستل شي.

په ورته مهال په هېواد دننه سوداګران او پانګه وال په هېواد کې د سولې نه ټینګښت، د اقتصادي فعالیتونو او کاروبارونو رکود او سیاسي ستونزو ته اندېښمن دي.

دوی وایي که سیاسي وضعیت او د سولې خبرې روښانه نه شي پانګه به له هېواد بهر شي.

تر دې میاشت وړاندې د اسیا پراختیایي بانک هم د افغانستان د اقتصاد په تړاو په ځانګړي راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد د لا ډېر رکود له ګواښ سره مخ دی او د افغانستان اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخته ضربه لیدلې ده.

خو د دې تر څنګ یې ویلي وو، که د افغان سولې خبرې مثبته پایله ورکړي د افغانستان اقتصاد به وغوړیږي، کاروبارونو سوداګریو او پانګې اچونې ته به زمینه برابره شي چې افغانستان به وکولی شي د اوسني اقتصادي وضعیت بدل پرې کړي.

خو دوحه کې د سولې خبرو له پیلېدو ٤٠ ورځې شي، چې لا هم مذاکراتي ټیمونه رسمي ناستو ته سره نه دي رسیدلي او لا هم د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance