The news is by your side.

زابل کې اوه بابه ښوونځۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خبریال ویبپاڼه/ د پوهنې ریاست چوکاټ کې د زابل شهري صفا او شاجوی ولسوالیو کې  ۷ بابه ښوونځۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې پکښي اته صنفی ، لس صنفی، شپږصنفی  او څلور صنفي ودانۍ شاملي دي همداشان دریو ښوونځیو ته عصري تشنابونه جوړ شول

د زابل د کلیو بیارغونې رییس محمد سلیم بریالي  خوښي وښوده چې په جلدک سیمه کې د یوې ښوونځۍ  د کمبود چاره پوره کیږي همداشان په شاجوی کې هم ۶ معیاري ودنۍ جوړیږي چې دا د زابلیانو لپاره د خوښۍ زیری دی

هغه له خلکو د لاملاتړ او همکاري غوښتنه وکړه

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د پوهنې ریاست او ولسي تړون څخه مننه وکړه چې تر دې وړاندې يې هم ورته ښوونځي جوړکړی او  اوس يې په دې ښوونځۍ یوه بله مجهزه معیاري ودانۍ جوړه کړه چې تر ډیره بریده به د زده کوونکو اړتیا وي پوره کړي هغوی وویل چې  د پوهنې برخې سره همکاره دي او د داسې کړنو ملاتړ کوي

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد  د سیمې له خلکو او د ولسي  تړون ملي پروګرام څخه مننه وکړه چې د زابل په زیات شمېر ولسوالیو  کې ښوونځۍ جوړوي  او د خلکو اړتیا وي په نظر کې  نیسي هغه وویل، د شهري صفا ولسوالۍ  ټولو ښوونځیو ته به پاملرنه کوي، د ښوونکو د کمبود د تدریس د ښه والي او ودانیو په جوړولو سره به د هغوی اړتیا وي پوره کوي

ښاغلي زاهد وویل نن په زابل کې د ولسي تړون له لوري ۷ ښوونځیو د پرانستې پتې پرې شوه چې  په شاجوی  او شهري صفا ولسوالۍ کې موقعیت لري او زرګونه زده کوونکو ته د زده کړې د ښه چاپیریال زمینه برابروي هغه ژمنه وکړه چې  د ټولو ښوونځیو ستوزو ته به وخت پروخت رسیدګي کیږي

زابل ته ۱۶۳ بابه سهم ورکړل شوی دی چی ۱۳۳ یی تعمرات ، ۳۰ بابه ملحقات ( اوبه ، تشنابونه چاردیوالی) شامل دي  او همدارنګه روان کال کې ۵۳ تر کار لاندې دي  چی د۴۰ بابه  یې تعمیراتي چاری تکمیل شوې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance