زه د کتابه بښنه غواړم!
خبریال وېب پاڼه/ کتاب د بشر په ژوند کې وده ورکونکی عنصر، ارزښمنه ښکارنده او تل پاتې میراث دی. چې تل انسان ته سمه لار په ګوته کوي او د مثبت ژوند یو ستر لارښود دی!
خو له بده مرغه باید ووایم چې زموږ جنګ ځپلي هېواد وګړي یې د دغه ارزښت ناکه څیز په ارزښت نه پوهېږي.
زه که د کتاب په اړه هر څومره ووایم لږ دي، موږ که هر څومره کتابونه مطالعه کوو، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې به راسره پوره مرسته وکړي.
موږ باید تل د کتاب د مطالعې څخه ناوړه استفاده ونکړو باید تل د خپل ژوند چارو کې ترې مثبته ګټه واخلو.
ګورئ! الله ﷻ انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی، انسان ته یې د نورو مخلوقاتو په پرتله غوره والی وربخښلی، انسان ته یې عقل او پوهه ورکړې.
انسان ته لازمه ده، چې له خپلې ورکړل شوې پوهې او عقل څخه په سمه توګه ګټه واخلي، نه دا چې کتاب قلم ته اور ورته کړي او علمي او اکاډومیک ځایونه وسوځوي.
د انسان له پیدایښت سره سم له هغه سره عقل او شعور موجود وي، خو په لومړیو کې همدا عقل خام وي، چې د ورځو په تېرېدو سره یې کرار کرار عقل پخیږي او په هغو شیانو پوهېږي، چې مخکې پرې نه پوهېده.
د عقل د پرمختګ یو لامل هم د کتاب مطالعه ده، چې یو انسان خپلو موخو ته رسولی شي.
د کتاب مطالعې د ارزښت په اړه الله ﷻ په خپل سپېڅلي کتاب (قرآنکریم) کې فرمایلي دي: «هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنْ»
(آیا برابر دي هغه کسان، چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي؟)
خو زموږ ټولنه له بده مرغه چې ۷۰ سلنه پوهېږي خو شعور یې صفر دی نه کتاب ته ارزښت ورکوی نه هم انسان ته، انسان انسان وژني او کتاب سوځوي، څوک چې کتاب لولی هغه وژني، له کتاب مطالعې سره یې زړه تنګېږي.
دلته د کتاب دوښمن تر ډیره هغه بې شعوره لوستي کسان دي، کوم چې نن د خپلو او پردیو شخصي ګټو په خاطر دغه جنګ روان کړی!
دا جنګ بېسواده کسانو نه دی پیل کړی ځکه د جنګ داسې مهارتي ستراتېژي نشي جوړولی، دوی له قلم او کتابه په ناوړه ګټه اخیستې دغه تورې تیارې جوړوي او زموږ څراغونه سوځوي او مړه کوي یې.
نن سبا، چې نړۍ څومره پرمختګ کړی دی ؛ دا ټول د کتاب مطالعې برکت دی او هغه هېوادونه، چې وروسته پاتې دي؛ په حقیقت کې د هغه هېواد خلک د کتاب څخه لېرې پاتې او پوره مطالعه نه لري.
زه په ځانګړي توګه له کتابه ډیره بښنه غواړم چې زموږ ټولنه کې سوځي په ځانګړي ډول کابل پوهنتون کې چې د قلم او کتاب دوښمن ورته اور ورته کړ او په مرمۍ یې سوری سوری کړ.
لیکنه: حامد حقمل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.