ازبکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ اعلان کړ
خبریال وېب پاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف عبدالله عبدالله سره په خبرو کې د افغانانانو په مشرۍ د سولې له بهیر خپل ملاتړ او هر راز ورسته اعلان کړه او د افغانستان سوله یې د سیمې د سولې، ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي علي اوف وویل، چې افغانستان کې سوله، په سیمه کې د سولې په معنا ده او د ازبکستان اسلامي جمهوریت د افغان سولې له هڅو، په دوحه کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې لار کې د افغانستان سره د هر ډول مرستې لپاره چمتو دي.
دا راز د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ښاغلي علي اوف سره خبرو مهال کې د سولې لپاره له وروستیو هڅو او لاسته راوړنو او د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو څخه یادوونه وکړه.
ښاغلي عبدالله وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره افغانستان ته یو استثنایي فرصت په لاس ورغلی، د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی، چې له دې فرصت نه د سولې او ثبات لپاره ګټه پورته کړي، موږ له طالبانو هم غواړو چې د سولې له دې فرصت ګټه واخلي.
عبدالله وایؤ، تاوتریخوالی غندوو او هېڅ اړخ باید د تاوتریخوالي په زیاتولو سره سیاسي امتیازات ترلاسه کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز د افغان سولې برخه کې د یو ګاونډي هېواد په توګه د ازبکستان هڅې او همکارۍ مهمې وبللې، افغانستان کې د سولې په ټینګښت سره کولی شو، د سیمې د امنیت ساتو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او افراط پالنې او اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي روغې عالي شورا رییس د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې پرون د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولا او هلته د ازبکستان له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.