The news is by your side.

د بایډن-هریس د ادارې سره د افغان دولت د اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو وړاندیزونه

خبریال وېب پاڼه/ د ۲۰۲۰ د نومبر په ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ماته، چي د برحال ولسمشر په توګه یې ډېر انتظار نه کېده او د امریکا د پنځه څلوېښتو ولسمشرانو په تاریخ کي یواځې د لسم ځل لپاره پېښه سوه، د یوې دورې د ولسمشر په توګه د نړۍ د ډېرو هیوادونو لپاره، د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کي، د بېړنیو هڅو اړتیا ډېره وي. افغان دولت هم په تېرو څلورو کلونو کي د جمهوري غوښتونکو څېرو، په ځانګړي ډول ولسمشر ټرمپ د ادارې سره پر اړیکو ډېره سیاسي او ذهني پانګونه کوله او اوس اړ دی چي د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول نوي ټاکلي ولسمشر جوبایډن د نږدې کړۍ سره اړیکي بیا تازه او رامنځ ته کړي.

د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتیا، په افغانستان کي روان وضعیت، سیمه ییز خوځښتونه، او د افغان سولې د روان بهیر، د افغان دولت اړتیا نوره هم زیاتوي.

په دې توګه د ځینو لارو چارو لنډه یادونه چي زموږ سره د بایډن-هریس د ادري او ډیموکراټانو سره د ډیپلوماسۍ او لا یې د موثریت په برخه کي مرسته کوي، وړاندي کېږي:

لومړی: د ټاکنو د پایلو د اعلان او ولسمشر په توګه د بایډن د لوړي د مراسمو ترمنځ د لسو اونیو زماني واټن د افغان دولت لپاره یو مناسب فرصت دی چي د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول د ښاغلي بایډن د ټاکنیز کمپاین غړو او پر نوموړي اغېز لرونکي کړۍ سره اړیکي ونیسي. دا هغه پړاو دی چي بریالی ټیم په کې د ټاکنیز ذهنیت څخه د عملي پروګرامونو طراحي او تابیا ته اوړي او لا یې د رسمي دندو بوختتیاوي نه وي پیل سوي. له یوې خوا د تصمیم نیوني له اړخه د دې وخت اهمیت زیات دی، له بله اړخه، په دې وخت کي د هغوی مهال وېشونه ډېر بوخت نه وي.

دوهم: د ډیموکراټانو د متنفذو څېرو سره د ولسمشر محمد اشرف غني د اړیکو پر بنسټ، د نوموړي، ولسمشر ته نږدې افغان چارواکو، او مطرحو څېرو لخوا د خبرو اترو زمیني زیاتول او د افغان دولت لیدلوری توضیح کول، د دواړو لوریو په ګټه تمامېږي. دا چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بایډن ته د مبارکۍ په پیغام کې د افغان سولې موضوع او د پاکستان ونډه وړاندیز کړې، ښکاره خبره ده چي د نوموړي هیواد ډیپلوماټان به په اړوندو برخو کې د پاکستاني روایتونو په موخه همدا اوس فعالیت کوي. په داسې وخت کي د افغاني روایتونو د خپرولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.

درېیم: د نږدې نیم میلیون افغان-امریکايي وګړو، په شرایطو برابرو اشخاصو تر ډېره بایډن ته رایه ورکړه او د امریکا مېشتو افغانانو ډېرو مشرانو د نوموړي لپاره کمپایني هلي ځلي وکړې چي د یاد ټاکنیز ټیم د مسئولینو سره یې اړیکي هم رامنځ ته کړي دي. افغان دولت د خپلو استازولیو له لارې د یادو شخصیتونو سره د خبرو اترو له لارې کولای سي چي د خپل لیدلوري د ملاتړ په موخه یې، له حضور څخه ګټه واخلي او د درېیمي لارې ډیپلوماسي په وسیله، خپلو روایتونو ته د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

څلورم: په امریکا کي د نوي ادارې د ښې پېژندګلوۍ، د ډیموکراټانو او بایډن د ټیم سره د مُثمرو اړیکو او د واک د دغه لېږد په بهیر ک د ځیرکو هلو ځلو په موخه، اړتیا ده چي د ولسمشر د باور وړ، مخکښ او د ډیموکراټانو سره بلد شخصیت په واشنګټن کې د افغان سفیر/سفیري په توګه وټاکل سي او د سفارت او کونسلګریو د ډیپلوماټانو چي ډېر یې غیري مسلکي دي او په انګلېسي هم نه پوهېږي، ارزونه او د مستعدو اشخاصو ګومارل، په دې پړاو کي د افغاني ډیپلوماسۍ د بري لپاره خورا مهم دي. پر اوسنۍ افغانه سفیره د فساد او د امریکا مېشتو افغانانو سره د نا مناسب چلند تورونو د سفارت حیثیت ته جدي زیان اړولی دی چي د مثبتو تغییراتو په صورت کي، دا ستونزه هم هوارېدلای سي.

پنځم: په نړیوال نظم کې د امریکا د رهبرۍ لپاره د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول ښاغلي بایډن لېوالتیا، نړیوالو سازمانونو ته د نوموړي د همکارۍ لیدلوری او د ګڼ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د ملاتړو اراده، څرګندوي چې افغانستان د خپلو موخو لپاره د نورو نړیوالو دوستانو، خواخوږو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه هم ګټه اخیستلای سي. په دې توګه په کار ده چي د ګڼ اړخیزي ډیپلوماسۍ په وسیله د ټولو سیاسي استازولیو له لارې د أفغان روایت د خپرولو هلي ځلي پراخي سي.

شپږم: د اوس څخه د جنوري تر ۲۰مې او دغه راز د بایډن د واک په لومړیو وختونو کې، د نوموړي د بهرني سیاست، په ځانګړي ډول أفغانستان اړوندو پالیسیو لپاره، د ده نوموړي د ټیم لپاره د چمتوالي وخت دی. په دغه وخت کې موږ ته پکار ده چي د فکري خونو، څېړنیزو مرکزونو، مطرحو شنونکو او دغه راز مهمو رسنیو له لارې د افغان لیدلوري په ملاتړ، منځپانګه تولید او خپره کړو تر څو امریکايي ذهنیت، ارادې او پرېکړي په خپله ګټه وڅرخوو.

هارون حکیمي
۱۳۹۹-لړم-۱۹، کابل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance