The news is by your side.

د خبریالانو په نښه کیدل او اندېښنې

خبریال ویبپاڼه/ پنځه ورځې وړاندې د طلوع نیوز مخکنی کار کوونکی یما سیاوش او نن په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي د چسپکي ماین په چاودنه کې شهیدان سول

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو، چې مدني فعالان به په نښه کیږي چې له دې سره یو شمېر اندېښنې هم راپورته سوې

افغانستان تر دې وړاندې هم په نړۍ کې د خبریالانو په وړاندې خطرناک هېواد وو، خو د خبریالانو د له منځه وړلو په دوام په افغانستان کې خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې خورا اندېښمن سوي دي

موده وړاندې یو شمېر راپورونو کې افغان دولت تورن سو چې د خبریالانو قضیو ته پاملرنه نکوي او د هیڅ یوه خبریال قضیه نه ده څېړل سوې

الیاس داعی له تیرو څو کلونو راپه دې خوا د افغانستان نا ارامه ولایت هلمند کې د ازادۍ راډیو سره کار کاوه هغه د خپلو راپورنو پر مټ د خلکو ږغ ته انعکاس ورکړی او د هغوی ستونزې يې تر چارواکو رسولې، هغه تل د ولس واقعي ږغ پورته کړی او په ډیرو ستړو او سختو حالاتو کې بیاهم کار کاوه.

د الیاس داعي په مرګ په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر بنسټونو خپل غبرګونونه ښودلی او دابرید يې د بیان پر ازادۍ برید بللی

د ازادۍ راډیو، او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د داعي شهادت تائید کړ

تراوسه پوري چا د الیاس داعي د پیښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو د الیاس داعي پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او د خبریالانو د راتلوونکي په هکله يې اندېښنه څرګنده کړې

پوښتنه داده چې ولې خبریالان په نښه کیږي؟ د ولسمشر لومړي مرستیال د څرګندونو وروسته ولې دولت د خبریالانو او نورو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوم اقدام نه دی کړی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د الیاس داعي په شهادت یوازي د غندنې غبرګون ښودلی او بس

د دې سر ترخوا چې هره ورځ خبریالان د مرګ له ګواښ سره مخ وي په سیمه ییزه کچه هم یو شمېر نورې ستونزې لکه ګواښونه،اطلاعاتو ته نه لاس رسی وهل ټکول او داسې نورې ستونزې د  دوی ورځنۍ چارې هم له خنډ سره مخ کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance