The news is by your side.

ولسمشره د عمران خان پروټوکول باید داسې ‌وای!

خبریال وېبپاڼه – د پآکستان لمړی وزیر عمران خان افغانستان ته راغلو او افغان حکومت یې تاریخي ‌عزت وکړ؛‌ عزت کول بد کار نه دی او په کار دې چې د دې هیواد د هر مېلمه مېلمه پالنه وشي؛ خو عمران خان چې دافغانستان د دښمن هیواد پآکستان لمړی وزیر دی باید مېلمه پالنه یې داسي‌تاریخي ‌شوې وای چې د نړۍ په تاریخ کې دا مېلمه پالنه د هېمشه لپاره ثبت وای .

د ولسمشر ماڼۍ ته په کار وو چې د افغانستان معیوب ماشومان چې د پآکستان د روزل شویو ترهه ګرو ډلو په بریدونو کې د بدن اعضاوې له لاسه ورکړي راټول شوي وای ؛‌هغه کونډې چې خاوندان یې له لاسه ورکړي وو باید را غونډې کړل شوې وای .‌
هغه خویندې چې خاوندان او وروڼه یې له لاسه ورکړي وو باید را غونډ‌کړل شوي‌ وای او د هیواد د معلولینو او معیوبینو وزارت د دې هیواد له هره کونجه معلولین را غونډ کړي ‌وای او د کابل د حامد کرزي ‌له هوايي‌ډګره بیا تر ارګه یې په هم هغه خپل همېشني لباس کې کښېنولي وای.‌

د هم دغه معلولینو؛‌کونډو او یتیمانو تر شا باید دافغانستان ښوونځیو ته تلونکي‌اوسني‌ ماشومان ولاړ وای او د هغوی تر شا دافغانستان کمانډو ځواک ولاړ وای او عمران خان دا هرڅه په خپلو سترګو لیدلي‌وای .

په دغسي‌ یو حالت کې که چېرته اشرف غني پخپله هم د عمران خان مخې ته و هوايي ډګر ته ورغلی وای موږ به اعتراض نه لاره .

عمران خان باید په دې پوهول شوی وای چې د هغه معلولین او د شهیدانو د کورنیو غړي‌او پآتې شوني‌دي ‌چې تاسو په خپلو لاسپوڅو اوجرتي ‌قاتلانو دې سټیج ته رارسولي‌، او دا ولاړ ماشومان د افغانستان راتلونکی دی چې ددوی تر شا ولاړ افغان نظامي ‌ځواک یې ساتنه او دفاع کوي.

په دا ډول یوه پروټوکول کې که بیا محمد اشرف غني‌هرڅومره نورهم خپل سر عمران خان ته ټیټ کړی وای نو ولس به داسي‌ فکر کاوه چې دا د ملت لپآره کوي؛ خو اوس چې اشرف غني‌ عمران خان ته خپل سر ټیټاوه او ولس د تلویزون پر پرده لیده هم دا فکر یې کاوه چې اشرف غني له عمران خان نه د واک غځولو خیرات غواړي.‌

اشرف غني‌احمدزی ددې هیواد تر ټولو کمزوری ولسمشر ځکه دی چې نه یې په تېرو شپږو کلونو کې کومه ژمنه ثابته کړای شوه او نه یې هم کومه داسي ستراتېژي جوړه کړه چې د افغانستان د نجات لار پکې ولټول شي.
دې کمزوري ولسمشر د هرې ورځې په تېرېدو په ولس کې خپل محبوبیت بایللی او د د شمن هیواد پآکستان لمړي‌وزیر ته له ضرورته زیات پروټوکول یې په ولس کې هغه یو څو فیصده پاتې محبوبیت هم له منځه یووړ .‌

اشرف غني‌ دافغانستان یعني‌د یوه داسي‌یاغي‌هیواد دولسشري پر څوکۍ ناست دی چې ولس یې نه په ارګ کې ناست د افغانستان دښمنان کله بخښلي او نه هم له بهره راغلي‌ یا د بهرنیو هیوادونو لاسپوڅي غلامان.‌

افغانستان یو مدبر او پر ملي مسایلو پوهه او د ملي‌ګټو پالونکي‌ قوي ولسمشر ته اړتیا لري‌چې د افغانستان ګټې وساتلای شي او ددې هیواد دښمنان وپېژني.

لا هم ناوخته نه دی چې ولسمشر غني ‌په خپل ټیم کې د پردیو غلامان وشړي، خمخونه یې ور تور کړي او سر مایې یې کنګل کړي؛ کېدای شي‌ بیا ولس پر غني‌یوځل بیا را ټول شي‌او د تېرو تېروتنو بخښنه ورته وکړي.

لیکوال: ځدران

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance