The news is by your side.

په هلمند کې د هدفي وژنو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي

خبریال وېبپاڼه/ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې وروستیو هدفي وژنو د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او په خبره‌ يې په دغه ډول وضعیت کې خلک ځان خوندي نه‌ ګڼي.

تازه نن سهار د لښګرګاه ښار په دوهمه او نهمه حوزه د یو هدفي برید پر مهال څلورو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

لومړۍ پېښه ددغه ولايت دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې دامنيه قوماندانۍ یو سرباز پکې شهید او یو بل ټپي شوی او همدارنګه په نهمه امنیتي حوزه کې پر سرحدي پولیسو هدفي برید ترسره شوی چې  یو سرباز پکې شهید او یو بل زخمي شوی دی.

د لښګرګاه اوسېدونکي امنیتي او کشفي ادارې په خپلو چارو کې پاتې راغلې بولي او اندېښنه ښيي چې په دې ډول وضعیت کې خپل ځانونه خوندي نه ویني.

دوی وايي، په ښار کې دننه ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ریاست ته په څو متري کې کسان ترور کېږي، چې تر ډېره پکې د امنيتي ادارو پورې اړوند کسان او پولیس سرتېري په نښه کېږي.

د هلمند دوو تنو اوسېدونکو خبریال وېبپاڼې ته وویل: (( لښکرګاه کې هدفي وژنو سخت زور اخیستی، کشفي او استخباراتي ارګانونه غیرفعال دی، تر اوسه هېڅوک نه‌ دی نیول شوی زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې د دې ستونزې مخه ونیول شي.))

هغوی د هدفي وژنو د زیاتوالي لامل هم د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همږغي او د کشفي ارګانونو کمزوري ښیي.

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د هلمند د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ادارې نظر واخلو، خو د پرله پسې څو ټلیفوني اړیکو سربېره په دې اړه راسره معلومات شریک نه شول.

لښګرګاه ښار کې د هدفي وژونو په اړه د خلکو اندېښنې داسې مهال زور اخلي چې د جګړې لمن د دې ولایت تر لمن پورې رارسېدلې او یو شمېر ولسوالیو کې یې اوس هم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.