The news is by your side.

عبدالله: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه کې بېړه شوې

خبریال وېبپاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغو ځواکونو وتل به جانبي زیانونه له ځانه سره ولري.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، چې د دغه هېواد نوی ګمارل شوي دفاع وزیر له افغانستان او عراق د امریکايي پوځ د وتلو امر کړی دی.

د دې امر له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دغو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې دي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني وتل به د جګړې د دوام لامل شي.

ښاغلي عبدالله په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، له افغانستانه چې لا هم پکې جګړه روانه ده د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بېړه شوې او ښايي د جګړې د دوام لامل شي.

ناټو څه وايي؟

ناټو له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړې اندېښمن کړی او وايي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني او ناهمغږي وتل به درنه بیه ولري او له طالبانو سره د سولې خبرې به کمزورې کړي.

د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وايي، له افغانستان د ځواکونو د وتلو په اړه له سختې پرېکړې سره مخ دي، ځکه په خبره یې، دغه ځواکونه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې پراته دي.

نوموړی زیاتوي، د ناټو یو غړی هم له اړین وخت پرته په افغانستان کې پاتې کېدل نه غواړي، خو په وینا یې، دا مهال له دې هېواده وتل هم ښايي لوړ قیمت ولري.

هغه اندېښنه ښودلې، لا هم خطر شته چې د بریدونو پلانولو لپاره افغانستان د نړۍ‌والو ترهګرو په ځاله بدل شي.

د امریکا د جمهوري پال ګوند غړي هم دا پرېکړه تېروتنه بولي

بل خوا د امریکا په پارلمان کې د جمهوري‌پال ګونډ یو شمېر غړي هم له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو د کمولو په هکله پرېکړه تېروتنه بولي.

ولسي جرګه کې د تګزاس استازی مک ټورنبري وايي، د پوځ کمېدل افغانستان کې د سولې خبرې کمزورې کولی شي.

مشرانو جرګه کې د امریکا د جمهوري پال اکثریت مشر او د ټرمپ نږدې ملګری مېچ مکانل هم د ولسمشر ټرمپ پر نوې پرېکړه نیوکه کړې ده.

د امریکا تاوان

 تر دوو راتلونکو میاشتو له افغانستان د نیمايي امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته هم زیان لري، ځکه امریکايي پوځ له طالبانو د کوم امتیاز ترلاسه کولو پرته له دې هېواد وځي او په دې ډول له طالبانو سره خبرو کې د امریکا امتیاز کمېږي او بل دا اندېښنې موجودې دي، چې افغانستان کې د امریکايي پوځ نور کمېدو سره به دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو سره مرسته ونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.