The news is by your side.

بلوڅ ملتپالو بیا پاکستاني پوځیان هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ د بلوچستان په بولان سیمه کې بیا پر پاکستاني پوځیانو چاودنه شوې او یو شمېر پولیس یې هلاک کړي دي.

د بلوڅو ملتپاله ډلې بلوچ ليبرېشن ارمي ویاند جييند بلوڅ ویلي، چې ملګرو يې د مچ په سيخني سيمه کې وار له مخه د پوليسو پر لاره ماين خښ کړی و او د پوليسو له ور رسېدو سره سم يې چاودنه ورکړې ده.

هغه وايي، وژل شوي پوليس ګزمې او پوستې ته د اوبو راوړلو لپاره راکښته شوي وو.

بلوڅ ملتپال له پاکستان څخه پر ازادۍ ټينګار کوي

جييند بلوڅ وايي، تـر هغـه بـه دغسې چاودنې او بریدونه دوام لري، تـر کلـه چـې یـې بلوچسـتان ازاد کـړی نـه وي.

هغه زیاتوي، چې د پاکستاني پوځ لخوا د دوی زرګونه بلوڅان وژل شوي، ورک شوي او ځورول شوي، چې دوی به یې کله هم له انتقام اخیستو لاس په سر نه شي.

د بلوچستان خلک له کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې د پښتنو په شان د پاکستان خلاف او د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.

بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.