The news is by your side.

غني پاکستان ضد بندیان هم ای اېس ای ته سپاري؟

 خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې د ولسمشر غني هغه پرېکړې نورې ګنګوسې هم را پیدا کړې دي چې پاکستاني بنديان پاکستان ته سپاري، که څه هم ولسمشر غني پخپل فرمان کې دا ويلي چې دا پاکستاني بنديان به خوشي کوي خو ځينې معتبرې سرچینې وايي چې غني دا بنديان د پاکستان حکومت ته سپاري.

د بندیانو دقيق هويت نه دي معلوم، چې دا بنديان څوک دي او جرمونه يې څه شی دي، خو پرون د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل وويل چې په دې بندیانو کې دداعش د خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي هم شامل دی، نبيل ددې ترڅنګ دا خبره هم وکړه چې ولسمشر غني د قدرت او خپلې بقا لپاره پاکستان ته رشوت ورکوي.

که څه هم اسلم بیګ فاروقي افغان ضد څېره ده، د داعش په نامه افغانستان ته راغلي و او ګڼ شمېر افغانان یې په شهادت ورسول خو اوس داسې ګنګوسې هم شته چې د اسلم فاروقي ترڅنګ ولسمشر غني هم بنديان هم خوشي کوي چې د پاکستان ضد دي.

ويل کېږي په هغه بندیانو کې چې ولسمشر غني يې د پاکستان سپارلو نیت لري ځينې کسان د وزيرستان دي او دا کسان د پاکستان خلاف مبارزه کوي چې په پاکستان کې د پنجاب د حکومت د ظلمونو څخه ځينې افغانستان ته راتښتېدلي و چې وروسته ونيول شول او اوس پاکستان ته د اشرف غني د ښه نیت قرباني کېږي.

داسې کره معلومات تراوسه نشته دي چې دا بنديان په څومره تعداد‌ کې دي خو عمومی معلومات دا ښيي چې په پاکستان کې د پنجاب د حکومت د ظلم څخه ډېری پښتانه، وزير او محسود مبارزين افغانستان ته پناه راوړي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې د پاکستان د حکومت مخالف ځینې کسان په افغانستان کې د دولت په همکارۍ سره د پاکستاني استخباراتو په لاس په شهادت رسول شوي دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ م کال کې د ولسمشر غني حکومت پاکستاني استخباراتو ته اجازه ورکړې وه چې د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو څخه تحقيق وکړي، په هغه وخت کې دا پرېکړه د ځينې ملي اشخاصو او افغان ولس د سنت غبرګون سره مخ شوه او دا پروسه بيا بنده شوه.

دا معلومه نده چې ولسمشر غني به د افغان ولس د صبر څومره ازموينه اخلي خو ولس په تمه دی چې دولت دې ګنګوسو ته ځواب ووايي که نه خاموشي به يې ملت په دې مانا ومني چې ولسمشر غني د پاکستان سره معامله کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance