صالح: ولسي جرګې ته درناوی لرم؛ ټول وکیلان ملایکې نه دي
خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې د رییس او غړو د نن ورځې څرګندونو په غبرګون ویلي، وکیلان دې د چغو او نارو وړاندې د امنیتي میثاق متن ولولي او بیا دې وړاندیز، نیوکه او غوښتنه کوي.
صالح وایي، ولسي جرګې غړو ته بشپړ درناوی لرم، پرته له پاک نفسه وکیلانو نه چې له دې سره همغږي دي او ټول په یوه خوله دي، چې وکیلان ملایکي نه دي.
امرالله صالح وایي جرګې ته په درناوي، دا د دې معنا نه ده، چې د وکیلانو په هرې تېروتنې او قانون ماتوونې دې سترګې پټې شي.
صالح زیاته کړې، کله چې پر مجرمینو او جنایت کارو کړۍ را تنګې شي نو په هماغه اندازه یې چغې هم پورته کیږي.
وروسته له هغې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د جنیوا کنفرانس کې د وینا پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړي پر فساد تورن کړل، نن د یادې جرګې غړو د صالح پر خلاف توند غبرګون وښود.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر یو بهرني هېواد پورې تړلی استخباراتي سازمان دی، چې دې وروستیو کې یې د دې جرګې دوه غړي هم په نښه کړي دي.
رحماني وایي صالح وکیلانو سره عقده یي چلند کوي او له واک ناوړه ګټه پورته کوي.
د ولسي جرګې نور غړي وایي، صالح پر دوی د فساد بې ځایه تورونه پورې کوي، خو که په واقعي توګه د جرګې غړي فساد کوي، باید یې ډاډه نوم واخیستل شي او پر ټولو دې د فساد ګوته نه پورته کوي.
صالح تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې د غړو له لوري له توندو نیوکو سره مخ شوی.
د ولسي جرګې غړي لو صالح وخت نا وخت پر یو بل تورونه پورې کوي او توندې نیوکې کوي، ولسي جرګه وایي صالح له وکیلانو سره عقده لري او صالح وکیلان په فساد او قانون ماتونې تورنوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.