The news is by your side.

پاکستان بيا د اسلام له ملاتړه په شا او تسليم شو

خبريال وېبپاڼه/ څه موده وړاندې د نړۍ د لر او بر څخه د فرانسې په ولسمشر امانويل مکرون باندې د نیوکو باران و، قضيه به ټولو ته ښکاره وي، نړیوال په ځانګړي ډول مسلمانان فرانسې ته غوسه و چې ولې یې د اسلام د سپيڅلي پيغمبر محمد ص د سپکاوي ډک کارټون ته اجازه ورکړې ده او ملاتړ يې کوي.

ددې غبرګونونو په ترڅ کې د پاکستان څخه هم غږونه واورېدل شول، په دې هېواد کې په ځانګړي ډول د لبیک یا رسول الله تحريک غږ ډېر لوړ و، غړي او مینوال یې لارو کوڅو ته راووتل او د پاکستان څخه یې د فرانسوي سفير د شړلو غوښتنه کوله، خو په پاکستان کې د همدې غوښتنو په جریان کې ددې تحريک مشر مړ وموندل شو، او دې هغه شک ډک مرګ سره د پاکستان څخه د فرانسې د سفير د شړلو کيسه هم پيکه شوه.

په فرانسې د پاکستان د حکومت د بشری حقونو وزيرې هم نیوکه وکړه، شيرين مزاري په امانويل مکرون سختې نیوکې وکړې او هغه يې د جرمني د نازیانو سره پرتله کړ.

د مزاري لپاره دا نيوکې يو څه ګرانې تمامې شوې، مزاري په مکرون هغه مهال نیوکه وکړه چې د مکرون په فرانسه کې مسلمانانو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ ترڅو د اسلامي افراطيت څخه د فرانسې د پرېکون منشور ومني.

پاکستانۍ وزيرې خپل بيان بېرته واخيست
د پاکستان د بشری حقونو وزيرې په امامویل مکرون د نیوکې په مهال ویلي و چې مکرون د فرانسې د مسلمانانو سره هغه کار کوي کوم چې د جرمني نازيانو د یهودانو سره کاوه.

ددې غبرګون سره فرانسې د پاکستان په وړاندې سخت غبرګون وښود او د پاکستان د بشري حقونو وزيرې فوراً خپل ټويټ لرې کړ.

پاکستان صرف د ګټې په وخت کې د مسلمان ملګری دی
پاکستان د هرچا د نیمې لارې ملګری دی، دا نیمه لار هم د ملګرۍ په د مطلب ده، تر هغه وخت پورې چې ددوی کټه د اسلام او مسلمانانو په ملاتړ کې وي دوی یې ملاتړ کوي، کله چې پوه شي نور دا چاره دوی ته زيان لري بيا نو که څوک مسلمانان قتل هم کړي دوی یې په کيسه کې نه دی.

تېر کال د پاکستان صدراعظم عمران خان د ترکیې د پي آر پي ورلډ تلويزون سره مرکه درلوده، خبريال ورڅخه په بار بار دا پوښتنه وکړه چې پاکستان د چين له لوري د ایغور مسلمانانو چې د پاکستان ګاونډي دی څه دریځ لري نو صدراعظم عمران خان ددې پوښتنې څخه فقط سر لرې کاوه، موضوع به یې بلې خواته يوړه، خو کله چې بیا بیا ورڅخه خبريال پوښتنه وکړه نو ښکاره یې وویل چې چین ددوی ډېرې زياتې اقتصادي مرستې کوي او پدې هکله دی څه نشي ويلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance