The news is by your side.

د کويډ-١٩ اغيزي او د ډيورنډ دواړه غاړې پښتانه

د کويډ-١٩ اغيزي او د ډيورنډ دواړه غاړې پښتانه
خبريال وېب پاڼه:د افغانستان – پاکستان سرحدي سيمې د اوږدې مودې راهیسې د جنجال موضوع ده د ډيورنډ کرښه د دوه اړخيزو اړيکو په هکله د اختلافاتو اصلي لامل دى د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ز د هغه تړون په اساس جوړه شوي چې د برتانوي ډيپلوماټ مورټيمر ډيورنډ په نوم لاسلیک شوي او د افغانستان امير، عبدالرحمن خان د تړون له مخې د چترال (اوسنۍ بلوچستان) سيمې  برتانوي هند ته وسپارلې چې د دوه لوې قومونه پښتانه او بلوڅان يې سره جلا کړل.
د پاکستان په تشکیل سره افغانستان غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې پښتنو ته د افغانستان او د افغاني هويت د تاريخي، کلتوري، توکميز، او پخوانيو اړيکو پر بنسټ د خپلواکۍ حق ورکړل شي دي غوښتنې ته د پاکستان انکار او مقاومت يو له ډيرو دليلونو څخه و چې افغانستان د ډيورنډ کرښه په کلکه رد کړه.
نن ورځ د دواړو هيوادونو ترمنځ لږه ناراحتي د ډيورنډ کرښي د تړلو لامل کيږى سربيره پردې په ٢٠١٦ز کال کې پاکستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو د خوځښت د مخنیوي په پلمه پوله په اغزن تار او کټارو وتړله.
د لوړې سياسي او ستراتیژیکي پريکړې په جريان کې د سره صلیب ټولنو له دواړو خواوو د پولې په ساتلو ټينګار کړي دي.
د ٢٠١٦ کال د پولې د بنديدو مخکې يو فاکس سيسټم موجود و خو پښتنو قبايلي سيمو په ښکاره توګه له پولې سترګې پټې کړې. د سره صلیب حرکت په اسانۍ سره پيښ شو، د ويزو او نورو کاغذي کارتونو ته اړتيا نه وه، افغان زده کوونکي به په اسانۍ سره د زده کړو لپاره پاکستان ته تلل، کډوال به د خپلو خپلوانو ليدو لپاره افغانستان ته تلل، سوداګرو او کارګرانو به هره ورځ تګ راتګ کاوه، نور ګڼ شمیر خلک به د درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته تلل، د ملي شورا منتخب غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي أيم) د مهمو مشرانو په وينا، د کرښې د ملکيت د کرښې د وېش څو بيلګې شتون لري چې حقيقت کې د کورنیو غړي يوبل څخه جلا کوي او دوي يې د دولت لخوا وضع شوي قوانینو ته تابع کول توڅو د تاريخي اړيکو په پوهيدو کې پاتې راشي د ډيورنډ کرښي سياسي کول پاکستاني چارواکو ته دا وړتيا چې د امنيت په نوم غير معمولي وسيلې وکاروي او دوى ته يې اجازه وکړه چې د سرحد جوړونې قبايلو ته د هيواد جوړنې پروسې د يوې برخې په توګه د ډيورنډ کرښي پورې غاړه وګرځوي.
د پاکستان دولت او ملت د ډيورنډ کرښي پورى تړلو غاړو د ځاي او تعريف کولو کې پاتې راغلي او د پاکستان د رامنځته کيدو وړاندوینه کوي.
لکه څنګه چې مسلم پاله ګوند د پاکستان د رامنځته کيدو لامل و نو د بل کوم ډول هويت پيژندل د ملي يووالي او ملت لپاره يو ګواښ بلل کيږى د پاکستاني هويت يو متحد او همغږۍ جوړښت هڅه د پاکستان له ويرى رامينځته شوې که چیرې د هويت بل ډول شتون ونه لري او د خپلواکۍ غوښتنه وکړي. دغه خنډونه د پاکستان په ټولنيز جوړښت کې د ګډوډۍ لامل شوي ځکه پښتني ټولنې د خپل تاريخ او پخوانيو اړيکو د زور  له امله د يووالي احساس کوي.
دا شکایتونه په داسې مهال کې څرګند شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په يوه لاريون کې ګڼ شمير خلکو برخه
اخيستې وه او په کلکه يې د دوې د افغاني هويت او د ډيورنډ کرښې هاخوا ټولنو سره د دوې د اړيکو په تړاو شعارونه ورکول.
ددې حقیقت په پيژندلو سره د پاکستان ستره ناکامي خپله د ملت جوړونې د پروژې ضعيفه کيدل دي او په ورته وخت کې يې د افغانستان سره دوه اړخيزې اړيکې سختي کړي چې د ډيورنډ کرښې په تړلو سره د دواړو هیوادونو اړيکې له سړک څخه تيريږي.
نوموړي ليکنه د محسن داوړ له ټويټ ژباړل شوي.
ليکنه:ايکسزينيا رسل
ژباړه: فيصل مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance