The news is by your side.

دفاع وزارت: طالبانو په ٢٣ ولایتونو بریدونه کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، وسله والو طالبانو د یوې شپې ورځې په موده کې پر ٢٣ ولایتونو بریدونه کړي.

د دفاع وزارت شمېرې ښیي چې په تېره اوونۍ کې په هرو ٢٤ ساعاونو کې ٢٢ ولایتونو د وسله والو طالبانو له لوري له بریدونو سره مخ شوي.

ننګرهار، نورستان، لغمان، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، هلمند، کندز، بغلان، بادغیس، فراه، بلخ، جوزجان، سرپل، روزګان، فاریاب، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ٢٤ ساعتونو موده کې د طالبانو له بریدونو سره مخ شوي.

افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی او بریدونه داسې مهال زیات شوي، چې مرکچي پلاوي لا هم د قطر پلازمېنې دوحه کې د مذاکراتو رسمي ناستو رسېدو ته په تمه دي.

د سولې بین الافغاني مذاکرات چې څه کم دوه میاشتې وړاندې د روان زېږدیز کال سپټمبر کې پیل شول، تر دې دمه په کې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي رسمي ناستو ته سره نه دي رسیدلي او څومره پرمختګ چې په کار وو، نه دی شوی.

مرکچي پلاوي لا هم پر ځینو ټکو سره نښتي او په اختلاف دي او ویل کیږي چې ځیني طرزالعملونه هم وروستي شوي دي.

هر ځل د قطر له پلازمېنې دوحې د مذاکراتو د پرمختګ او مرکچي پلاوو ترمنځ د مثبتو اقداماتو خبرونه راځي، خو په ظاهر کې تر اوسه دا پرمختګونه د دې لامل شوي نه دي، چې مرکچي پلاوي سره مستقیماً رسمي خبرو ته کېنوي.

تر دې څو ورځې وړاندې داسې اوازې وې، چې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي سره په ځینو طرزالعملونو سلا شوي او د اوربند په تړاو هم ویل شوي وو، چې د ځینو هوکړو په ترسره کېدو نه وروسته به اوربند وي، خو د دواړو لوریو رسمي سرچینو یې په واضح توګه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم له ورته خبرونو وروسته د سولې او مذاکراتو په اړه نوې او ګرمه خبره را پورته شوې ده.

خلک هم د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدلو اندېښمن کړي او وایي چې د طالبانو د دومره د تاوتریخوالي او وژنو تاب نور نه لري، مرکچي پلاوي دې سره ژر تر ژره مذاکراتو ته کیني او اوربند دې وکړي، خو د طالبانو له لوري مثبتې هیلې نه ورکول کیږي او پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance