محسن داوړ؛ پي ټي اېم يو واقعيت دی
خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم په چمن کې د پښتنو په شانداره غونډه باندې خپل نظر څرګند کړ او د غورځنګ مخالفین يې په غوږ ووهل چې پي ټي اېم نور یو واقعيت دی او څوک په دې سترګې نشي پټولای.
محسن داوړ پخپل ټویټر د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن جلسې په هکله وليکل چې دی د چمن د کاميابې جلسې په هکله پي ټي اېم ته مبارکي وايم.
داوړ په چمن کې د پښتنو هغه جلسه وستایله چې د پوځ د سخت مخالفت سره سره پښتنو د منظور پښتین په مشرۍ ترسره کړه، په دې غونډه کې يو عجيب بيروبار و، په زرګونه پوښتنو پکې ګډون کړي و، د منظور پښتین ناڅاپي راتګ جلسې ته یوه بېله ولوله ورکړه او د پښتنو تاريخي وجدان یې بیا راويښ کړ.
محسن داوړ؛ په پي ټي اېم سترګې نشي پټېدای
محسن داوړ په خپل ټويټ کې د پښتنو دښمنانانو ته هم یوه لنډه خو ډېره ژوره ګوتڅنډنه هم وکړه، ده وويل چې پي ټي اېم نور یو واقعيت دی، يو ځمکنی او ژوندۍ واقعیت، داوړ وويل چې اوس نو څوک په پي ټي اېم سترګې نشي پټولی.
ځينې کړۍ هڅه کوي پي ټي اېم يو معمولي حرکت وښيي، له همدې کبله میډیا ګواښي چې د پي ټي اېم جلسې نشر نکړي، په جلسو او هغه سيمو کې انټرنټ بندوي، خو ددې هرڅه سره سره محدودې رسنۍ چې ډیرۍ ډيجيټل دي د پي ټي اېم جلسو ته د يوې لارې پوښښ ورکوي.
اوس داوړ په ښکاره دغه کړيو ته وویل چې نور نو په پي ټي اېم څوک سترګې نشي پټولای، دا یو واقعیت هم دی، نور نو پي ټي اېم په داسې یوه سويه کې دی چې د پنجاب پوځ يې بايد غوښتنو ته غاړه کېږدي.
پي ټي اېم پښتون ته ژوندون غواړي
پي ټي اېم نا مشروع غوښتنې نلري، د پاکستان د پوځ په پښتنو د يو بشر د حق غوښتنې هم نه دي پيرزو، حال دا چې پي ټي اېم خپلو پښتنو ته بشري حقوق غواړي پښتنو ته د یو سوليز ژوند غوښتنه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.