The news is by your side.

خوستوالو پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مخه نیولې

خبریال وېبپاڼه/ خوستوالو د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مخه نیولې ده.

د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې پاکستاني ځواکونه په سیمه کې د اغزن تار غځولو هڅې کوي، خو ولس ورته اجازه نه ورکوي.

ځایي خلک وايي، چې دا مهال په بېلابېلو سیمو کې تر ۶۰۰ پورې قومي ساتونکي ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.

 دوی وايي د قومي پرېکړې له مخې د سیمې هر وګړی اړ دی چې د مقابل لوري تجاوز ته ځواب ورکړي.

د سیمې خلکو پر  حکومت هم غږ کړی، چې له خپلې خاورې د دفاع په خاطر دوی ته وسلې او مهمات ورته ورکړي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو هر وخت د جګړو د شدت پر مهال سیمې ته ځانونه رسولي دي.

د خوست اوسېدونکي په داسې حال کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مخه نیسي، چې پرون د پښتون ژغورنې غورځنگ د پاکستان پر ضد د وطن يا کفن غږ پورته کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په چمن کې ناڅاپي د خلکو په يوه لويه جلسه کې راڅرګند شو او د کرښې له دواړو غاړو ورته را يو ځای شويو پښتنو افغانانو ته يې وينا وکړه.

منظور پښتين په دغه جلسه کې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو پر وژلو نيوکې وکړې او د پاکستان پوځ او استخبارات يې وګواښل چې که له دغو وژنو لاس وا نه خلي، تاوان به وکړي.

منظور پښتين وويل، د ټولو هغو کسانو پوښتنه به کوي چې پاکستانيانو تښتولي او تري تم کړي دي.

ده په خپلو خبرو کې په ننګرهار او تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د پاکستان د ظلم او ترهګري د ځينو پېښو يادونه وکړه او پسې زياته يې کړه چې اوس پښتانه را پورته شوي، ميدان ته را غلي او پر شا نه ځي.

پښتین وویل، وطن يا کفن يې شعار دی او تر هغه وخته به نه پر شا کېږي، تر څو يې له پاکستانه حساب نه وي اخيستی او د پښتنو پر خاوره يې امن نه وي راوستی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance