The news is by your side.

د سولې خبرو پرمختګ ته د هېوادونو هیلي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې د مذاکراتي پرمختګ برخه کې د امریکا په ګډون ډیرو هېوادونو هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې باید په افغانستان کې یوه دایمي اوربند ته لاره هواره سي

امریکا، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د سولې د خبرو د کړنلارې پرسر توافق، ته رسیدل یو هم ګام بللی او د خپلو همکاریو ډاډ يې ورکړی

عام افغانان څه وايي؟

تراوسه پوري د افغان سولې لپاره عملي او د جګړې کمیدلو پر لور هیڅ یو داسې اغېزمن ګام نه دی اخیستل سوی چې  عام افغانان يې په عملي ډول حیس کړي او ورته ګټور تمام سي، دوی ټول داسې فکر کوي چې د سولې روان مذاکرات چې نژدې کلونه يې ونیول یوه نمایشي پروژه ده، په قطرکې څو ځله د سولې خبرو د پرمختګ ا وپيل خبرې سوې خو په افغانستان کې د جګړې اور ګرم ساتل سوی چې ملکي وګړي یې زیات زیانمن کړي دي.

په کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودونو سلسله او په یو شمېر سهیلي ولایتونو کې د درنو جګړو دوام د ولس غوښتنې او هیلې پیکه کړې او هره ورځ د یوه بد خبر انتظار باسي

که چیري امریکا د سولې تر تړون وړاندې ووزي نو لیري نه ده چې  جګړه به تر دې هم شدیده او ډیره زیان اړوونکې به وي.

پرهمدې مهال د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلې ټینګار کړی چې امریکايي سرتیري به له افغانستانه وژي او یوازي ۲۵۰۰ سرتیري به په یو شمېر اډو کې  پاتي کیږي د امریکایانو داسې وتل یو شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لري.

د امریکا په کور دننه کې یو شمېر سیاسي او پوځي مشران وايي چې له افغانستان غیري مسؤلانه وتل به ښې پایلي ونلري او دا چاره کولای سي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پیښ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.