“دا ارګ دی، دلته پښتو ژبه نه چلېږي “
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ څه موده مخکې مې د ۵۰۰۰ شمېرې له لارې د ارګ د شکایاتو د اورېدو مرکز ته ددي لپاره زنګ وواهه چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند کمپنۍ سیمه کې له پولیسو سره د راته پېښې شوې ستونزې په حل مرسته وکړي. مسوول کس په دري ژبه راسره وغږېد، خو ما چې په پښتو خبرې ورسره شروع کړې، اړیکه یې پرې کړه. بیا مې پرله پسې زنګونه ووهل، شپږ وارې مې اړیکه ونیوله، راته ویل کیدل چې کارکوونکې مصروف دي، پوه شوم چې خبره د پښتو ده. په بل نمبر مې زنګ ورته وواهه، ډیر ژر راسره اړیکه ونیول شوه او په درې ژبه یې خبرې راسره پېل کړي، ما هم په دري ژبه خبرې ورسره شروع کړې، خو دا چې زما دري ژبه ډېره زده نه وه، تر سلام کلام وروسته مې د ستونزې په اړه خبرې پيل کړې.
ویې ویل دري ووایه، ومې ویل چې که څوک په دري نه پوهیده، هغه ویل چې بیا دري څانګې ته زنګ مه وهه، پښتو څانګې ته زنګ ووهه، ومې ویل چې ستاسې نمبر خو یو دی، پښتو څانګې ته په کوم نمبر زنګ ووهم؟ هغه ویل چې زه په پښتو نه پوهیږم. البته خبرې یې په دري ژبه راسره کولي. لږ ورسره توند شوم، ومې ویل چې پښتون ته راپیداکړه، کور یې ودان بل چاته یې تلیفون ورکړ، هغه په پښتو ژبه خبرې پېل کړي. ومې ویل پښتون یې، ویل یې هو، تر هر څه مخکې مې پښتو ژبې سره د توپیري چلند په اړه ګیله ورته وکړه، په مسخرو یې راته وویل:(( دا ارګ دی، دلته پښتو نه چلېږي.))
نور یې ټلیفون راباندې کټ کړ.
ښه اوس نو چاته ګیله وکړو او له چا د اصلاحاتو غوښتنه وکړو چې د ارګ د شکایاتو د اورېدو مرکز کې دي اصلاحات راولي، که زه دا غوښتنه کوم سمدستي ویل کیږي چې متعصب یې او غني خو له همدې ویرې خپل تخلص (احمدزی) هم لیري کړ.
موږ تعصب نه کوو، خو موږ ولې تعصب کولو ته په لوی لاس مجبوره کیږو، کله راباندې د ترهګرو نومونه ږدي، کله د بې فرهنګه او کله بیا وايي چې ستاسې ژبه سخته ده، یوه منلې لهجه نه لري.
موږ دعوه ونه کړه چې ولې د وزارتونو لیکونه په دري ژبه دي، موږ ونه ویل چې ولې د بهرنیو چارو رسمي ژبه دري ده هغه چې لغمانی وزیر حنیف اتمر یې هم وايې، خوار به مجبوره وي چې دري خبرې وکړي؛ مګر دومره دې هم ستاسې خواته نه وي چې د پښتو په ویلو موږ تحقیر کړئ او دري خبرې راباندې جبري کوئ.
که همدا لوبه روانه وي نو بیا به پښتانه په ډول په لوی لاس تعصب ته مجبوره شي او د ارګ او اوسنیو چارواکو خلاف به لوی خوځښتونه پیل کړي.
په دي تمه چې د پښتو ژبې او پښتنو سره توپیري چلند پای ومومي او په لوی لاس قومي او ژبنیو توپیرونو ته لمن ونه وهل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.