The news is by your side.

امریکایانو د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکې غصب کړې

خبریال وېبپاڼه/ نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت په بهر کې د افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده او هیڅ تاوان یې نه دی ورکړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور او ماموریت پر مهال زرګونه لنډمهالې او اوږدمهاله اډې جوړې کړې دي چې ددې اډو د جوړولو لپاره یې د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

سرچینه کاږي، امریکایي ځواکونو ان د خلکو زراعتي ځمکې غصب کړې دي او سره له دې چې د ځمکو خاوندانو یې د بېرته اخیستلو لپاره له قانوني لارو مبارزه کړې ده، خو ګټه یې نه ده کړې.

سرچینه زیاتوي، امریکایي ځواکونو د ځمکو د غصب له امله ځمکه والو ته هېڅ راز تاوان نه دی ورکړی په داسې حال کې چې شاوخوا شل کاله کېږي د ځینو کروندګرو ځمکې د امریکایي ځواکونو په اډو بدلې شوې دي.

نیویارک ټایمز وړاندې کاږي، امریکایي ځواکونه وتلي؛ خو د ځمکو دعوې او کشمکشونه لا هم د افغان ځواکونو او ځمکه والو ترمنځ روان دي، ځکه د امریکایانو اډې دمګړی له افغان سرتېرو سره دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې له خپلو لسو اډو وتلي او ویلي یې يې دي چې په دوو لویو او څو کوچنیو اډو کې به مېشت وي.

بل خوا د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي، چې ګواکې د دوی په وتلو به افغانستان بیا د جګړو په مرکز بدل شي، د امریکا کانګرېس همدې اندېښنې ته په پام دفاع وزارت ته خبرداری ورکړی چې په دې تړاو دې خپلسرې پرېکړې نه کوي او باید وضعیت ته په پام موثره پرېکړه وکړي.

په کور دننه هم د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو ګڼې اندېښنې موجودې دي، که څه هم دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې دا مهال ۹۴ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه خپله ترسره کوي، خو له دې سره ـ سره وسله والو طالبانو په ډېری ولایتونو کې جګړې ته شدت ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance