فساد او عمده عوامل يې.
خبريال وېب پاڼه:فساد د بې ايمانۍ يا جرمي جرمونو يوه برخه ده چې د يو شخص يا يو سازمان لخوا د واک د مقام په توګه کارول کيږى تر څو د شخصي ګټو لپاره ناقانونه يا ناوړه ګټي اخيستني واک ترلاسه کړي. په فساد کې ډير فعالیتونه اوجود لرى د بډو او اختلاس په شمول په دى کې هغه کړنې هم شاملې دي چې ډيرو هيوادونو کې قانوني بڼه لري سياسي فساد هغه وخت رامنځ ته کيږى چې يو دفتر لرونکى يا نور دولتي کارکوونکي د شخصي ګټو لپاره د رسمي چوکاټ څخه بده استفاده وکړي فساد په کلپټو کارسيس، اوليګارتيا، د مخدره توکو بازارونو او مافيايي بازارونو کې تر ټولو عام دى.
فساد په بيلابيلو کچو پيښ کيدى شي، کوچني فساد چې د لږ شمير خلکو لخوا د يو شمير ګټو او کوچنيو خوښوي لپاره پيښ کيږى، لوى فساد چې ډيرو او لوړو خلکو لخوا رامنځته کيږى چې په لوړه کچه حکومتونه اغيزمنوي.
فساد چې نن ورځ ډير عام دى د ټولنى ورځنى جوړښت، اداري فساد، پلان شوي جرمونه، د جرمي جرمونو ټولنيزې پيښې، چې په نړيواله کچه په ټولو هيوادونو کې د منظمې فريکونسۍ په تناسب څرګنديږي د فساد عمده بيلګې دي.
انفرادي هيوادونه چې د اداري فساد د کنټرول او تنظيم لپاره منظم جوړښتونه لري د فساد سره د مبارزې د چتر لاندې ستراتيژيک پلانونه لري ترڅو فساد په منظم ډول کنټرول کړي.
په نړيواله کچه لکه ملګري ملتونه هم هدف لري چې په ټولو پرمختايي پروژو کې د پام وړ فساد کم او له منځه يوسي.
د برتانیا د سياسي علومو استاذ سټفين ډي موريس ليکلي چې سياسى فساد د شخصي ګټو لپاره د عامه ځواک څخه په غير قانوني توګه کار اخيستل دي.
د فساد عمده ډولونه؛ فساده ډير ډولونه لري خو، هغه عام فساد چې ډير وخت په خلکو او حکومتونو کې منځته راځي په لاندي ډول يې تر بحث لاندې نيسو.
١؛کوچنى فساد، په کوچنۍ کچه او د عامه خدماتو په پلي کولو کې پيښيږي چې عامه چارواکو او عامه خلکو کې منځته راځې او قربانيان يې هم اکثره وخت عامه خلک دي لکه د راجستر کولو دفترونه، د پولیسو مرکزونه، د دولتي جوازونو مرکزونه، خصوصي او دولتي سکتورونه.
٢؛لوى فساد، چې په لوړو دولتي ادارو کې په لوړه کچه پيښيږى چې سياسي، قانوني، او اقتصادي سيسټمونه اغيزمونوي دا ډول فساد په عمومي ډول به هغو هيوادونو کې ليدل کيږى چې ديکتاتوري نظام ولري مګر! په هغو کې هم شته چې د فساد سره يې د مبارزي سيسټم کمزوري وي.
٣؛سيسټماتيک فساد (پراخ اداري فساد)، هغه فساد دي چې په اساسي ډول د يوې اداري يا پروسي د کمزورتیا له امله مينځته راځي دا هغه چارواکو او اجنټانو سره توپير کولى شي چې په سيسټم کې فاسد فعاليت کوي.
هغه فکتورونه چې سيسټماتيک فساد هڅوي اجرائیوي واکونو يا اختيارتونو نشتوالي، لږه تنخوا(معاش)، د کلتوري معافيت نشتوالى، دي چې د فساد ځانکړي فعاليتونه په سيسټماتيک سيسټم ځاى لري او د بډو اخيستل، اختلاس، د دندى څخه ناوړه استفاده اخيستل، او د نورو غير قانوني کړنو لامل کيږى.
سيسټماتيک فساد د شوروي وروسته دولتونو کې ليدل کيږى.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.