ټرمپ د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره له افغانستانه سرتېري وباسي
خبریال وېبپاڼه/ امریکايي نشریه یزنیس انسایډر لیکي، ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د امریکا په دفاعي او نظامي برخه کې سترې تېروتنې کړې دي او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي.
نشریه زیاتوي، ټرمپ اوس غواړي له افغانستان او عراق د خپلو سرتېرو په ایستلو خپلې نظامي تېروتنې پټې کړي.
د سرچینې په خبره، د امریکا په دفاعي لګښتونو کې د شاوخوا ۲۵۰ میلیاردو ډالرو ډېروالی، کمزورې نظامي ستراتيژي، د امریکا له سیالانو سره سمه سیالي نه کول او په ټکنالوژيکه برخه کې د پوځ د پیاوړتیا لپاره اړین کار نه کول هغه تېروتنې دي چې ټرمپ په دې موده کې ترسره کړې دي.
بیزنس انسایډر وایي ټرمپ غواړي ارو مرو له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ژمنه پوره کړي او پایلې یې ورته مهمې نه دي.
څومره امریکايي پوځیان وځي؟
څه موده مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.
د دې اعلان له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.
امریکایان تر اوسه له کومو اډو وتلي؟
په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس امریکايي ځواکونه د هېواد په لسو ولایتونو کې له خپلو اډو وتلي دي.
د سټارانډ سترایبس امریکايي ورځپاڼې څو ورځې مخکې د افغان او امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.