The news is by your side.

افغان جګړې ۱۱کلونو کې ۳۱زره ملکیان شهیدان کړي

خبریال ویبپاڼه/ نن په ټوله نړۍ کې  د بشري حقونو نړیواله ورځ ده خو په همدې ورځ هم په افغانستان کې د بشر پر ضد تاوتریخوالی کیږي او وژل کیږي په افغانستان کې ویل سوي چې د تیرو یولسو کلونو راپه دې خوا یوازي ۳۰۰۰۰زره ملکي وګړي شهیدان سوي

دا شمېره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون اعلان کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان جګړې په تیرو یولسو کلونو کې ۳۱ کسان وژلي او ۶۱ زره نور يې ژویل سوي.

دې کمیسون ویلي چې دا شمېرې یوازي له دوی سره ثبت دي او کیدلای سي چې د قربانیانو شمېر خورا زیات وي

دا ورځ په افغانستان کې څنګه ده؟

په افغانستان کې نن ورځ هم په جګړو او وسلوالو بریدونو پیل سوې چې جلال اباد ښار کې د ملالۍ میوندۍ په نوم یوه خبریاله او د هغې موټر چلوونکی پکښي شهیدان سول، تراوسه پوري د دې جګړې د ختمولو او درولو لپاره هیڅ هم نه دي سوي که څه هم امریکا او یو شمېر هېوادونه د دې جګړې د ختمولو لپاره ارادې کړې خو بریالۍ نه ښکاري

دوه ورځې وړاندې یوه راپور وویل چې په هوايي بریدونو کې په دې وروستیو کلونو کې  په ملکي تلفاتو کې زیاتوالی راغلی د یو شمېر څیړونکو ادارو د راپورونو له مخې له ۲۰۱۷ زیږدیز کال را په دې خوا په هوايي بریدونو کې چې  د امریکا او ملګرو له لوري يې ترسره سوي په ولسي مرګ ژوبله کې ۳۳۰٪ سلنه زیات والی راغلی.

په امریکا کې د واټسن په نوم یو انستیتوت په یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې په دې شمېرې د هوايي بریدونو ملکي قربانیانو شمېر یوازي تیر کال ۷۰۰ کسانو ته رسیده، چې دا شمېره د امریکا د یرغل تر ټولو لوړه شمېره ده او ددې تکرار پیښي بیا نه دي سوې.

په ملکي برخه کې د هوايي بریدونو د تلفاتو ډیروالی وروسته له هغه راځي چې امریکا پر طالبانو د خپلو هوايي ګذارونو په اړه نرم مقررات رامنځ ته کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.