The news is by your side.

امريکا مېشتو پښتنو د علي وزير نيول وغندل

امريکا مېشتو پښتنو د علي وزير نيول وغندل

خبريال وېبپاڼه/ پرون د پاکستان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير بدون د هېڅ جرم څخه ونیوه او زندان ته یې يوړ، د پاکستان پوليسو د علي وزير د نيولو لپاره هیڅ قسمه قانوني وجه نه درلوده په وچ زور او جبر یې د عامې لارې څخه را تاو کړ او زندان ته يې يوړ.

د پاکستان د پوځ دغه کار د ګڼو بنسټونو او په تېره بيا د پښتنو د غبرګون سبب شوی دی، د پاکستان د پوځ دا پاليسي چې هر د باور او نوم پښتون پيدا شي نيسي او له منځه یې وړي نور د زغم څخه وتلې ده او خلک يې په وړاندې جدي غبرګون ښيي.

امريکا مېشتي پښتانه يې غندي

تازه د پښتو ژغورنې غورځنګ د امريکا څانګې او په امريکا کې مېشتو پښتنو د غلي وزير نيونه په يوه اعلاميه کې په سختو ټکو غندلې ده او دا یې د پاکستان د حکومت ښکاره جبر او ظلم بللی دی.

په امريکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي څانګې هم پخپل غبرګون کې ويلي دي چې د پنجاب د حکومت او پوځ ظلم نور په پښتنو عام شوي دی دوی په هېڅ ډول پښتانه نشي زغملی او ان د هغوی لخوا په ټاکل شوو استازو حملې کوي او نيسي یې.

امريکا مېشتي پښتانه په داسې حال کې د پاکستان د پوځ په کړو وړو نيوکه کوي چې په دې هېواد کې پرون د پښتنو له لوري په قومي اسمبلۍ کې ټاکل شوی استازی علي وزير بدون د هېڅ جرم څخه ونيول شو، د پاکستان پوځ د پښتنو د عامو خلکو سره هسې هم لکه د غلامانو او پردیو چلند کوي خو اوس ان د پښتنو د رسمي استازو سره چې ددې هېواد په پارلمان کې هم غړي توب لري د يوه تروريست غوندې رويه کوي.

امريکا کې مېشتو پښتنو پخپله اعلامیه کې همداراز ويلي دي چې د پاکستان حکومت اوس هم د پښتنو سره د ظلم او تعصب لاره پالي او په همغه لاره روان دی، پاکستان اوس هم په پښتنو باندې تشدد کوي هغه څه چې قانون اجازه نه وي ورکړې سرته یې رسوي.

د پاکستان په حکومت د پښتنو نیوکې او اعتراضونه په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول پوځ پښتانه فعالين په دې هېواد کې ژوند ته نه پرېږدي، لومړی خو که داسې يو فعال وي چې د چا ډېر پام نه وي ورته په شهادت یې رسوي، بيا که يو پېژندل شوی او فعال وي نو لومړی ورباندې د خپل ژوند ساحه تنګوي بی ځايه یې نيسي شکنجه کوي یې تورونه ورباندې لګوي خپل خپلوان یې ګواښي او اخر چې دا هرڅه پايله ورنکړي بيا یې زندان ته اچوي او یا یې هم په شهادت رسوي.

اوس پښتانه پوه شوي
خو پښتانه اوس پخواني پښتانه دي دوی اوس په دې پوهېږي چې د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري د يوې سيستماتيکې وژنې او ګوښه کونکې سره مخ دي، پښتانه اوس په دې پوهېږي چې د پاکستان پوځ په دوی کې د سر سړی نه غواړي، ځکه د سر سړی بيا د پاکستان د پوځ څخه د پښتنو د حقوقو په هغوی د شویو کېدونکو ظلمونو پوښتنه کوي، پښتانه اوس پدې پوه دي او له همدې کبله په کلکه سره د خپل مشرانو او فعالینو تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance