د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې 4 زره نوي ښوونځي، ښه پيل کېدی شي؟
د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې 4 زره نوي ښوونځي، ښه پيل کېدی شي؟
خبريال وېبپاڼه/ ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چې په د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې به ۴ زره نوي ښوونځي جوړ کړي، دا پرېکړه د طالبانو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د ناستې څخه وروسته شوې ده، ددې ښوونځيو مالي کمک به په آر کې امريکا او انګلستان کې کوي خو د ملګرو ملتونو له لوري به دا مرستې لګول کېږي.
دا يو ښه پيل کېدی شي؟
په دې کې هېڅ شک نشته چې طالبان هم افغانان دي او هغه خلک چې اوس د طالبانو د واک باندې سيمو کې ژوند بېخي افغانان دي، همدا افغانان چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ژوند کوي د یو ښه ژوند او تعليم حق لري، هغه څه مې اوس دوی ورڅخه بې برخې دي د جګړې له کبله رامنځته شوي.
تعليم به په دې سيمو کې نه يوازې چې خلکو ته د یوه ښه ژوند لارې چارې برابرې کړي بلکې همدا خلک به د جنګ او جګړې څخه هم لرې کړي، موږ ددې ثبوتونه وينو چې لوستي کسان د طالبانو او يا هم د نورو شوم نیتو ډلو ته جذابول د وطن په ضد استعمال کول ګران کار دی، که څه هم موږ همدا اوس په حکومتي جوړښت کې داسې لوستي کسان لرو چې د افغانستان ګټې ورته ارزښت نلري او پردي پال دي خو حقيقت دادی چې لوستي کسان کم تر کمه وسلې پورته کولو ته په اسانۍ نه قانع کېږي.
سوله پال ذهنيت
موږ د افغانستان خلک يو په کليو او بانډو کې رالوی شوي يو، پوهېږو چې کوم ډول خلک طالبانو ته ورځي، په ښوونځیو کې څو ځل ناکام شوي، داسې کسان چې تر نهم او لسم صنف پورې تللي وي خو املا یې نه وي زده، په کلي کور کې ازار وهلي خلک اخر طالبانو ته مخه کړي.
که چېرې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو سره سره دې ښوونځیو کې د درس کيفيت ته هم پام وشي نو دا به لوله لاسته راوړنه وي، په دې ښوونځیو کې زده کړه ليدونکو کسانو ته به په پوهنتونونو کې د زده کړو چانس په لاس ورشي زده کړې به وکړي ځانته به کار پيدا کړي په ژوند به پيل وکړي او د یو سوله ايز ذهنیت خاوندان به شي.
د دوام په هيله یې
دا یو ښه اقدام و، پکار ده د طالبانو د واک ترلاندې سيمو کې نور دا ډول نېک کارونه وشي، که امکان لري نو نوره پانګونه وشي په کليو کې موجودو خلکو ته د کاروبار زمینه مساعده شي ترڅو دا خلک يو کار او روزګار پيدا کړي، کله چې خلکو ته سالم مصروفیت پيدا شي نو په لوی احتمال بيا د ټوپک اخيستلو شوق نه کوي.
اوس خو په کليو کې بد حال دی، ځوانان بې کاره دي، کار او روزګار نلري، د ښکلو ځوانيو خاوندان په جيب کې لس افغانۍ نلري او په کلي کور کې د خوړين زړه سره ګرځي را ګرځي، همدا ددې سبب شي چې دا ځوانان ولاړ شي د طالبانو څخه يو ټوپک واخلي يو موټرسايکل ترلاسه کړي او نور حداقل ځانته یوه نصبي مصروفیت او شخصیت جوړ کړي.
که د خپلو ځوانانو سرنوشت او ذهن ته پام وکړو نو سبا به په افغانستان کې د جګړې لپاره د خامو موادو پیداکول ډېر ګران وي او که په دې هېواد کې سوله قايمه شوه بيا به يې له منځه وړل ګران کار وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.