امریکا: عامه تاسیسات د افغانانو لپاره جوړ شوي، طالبان یې باید وران نه کړي
خبریال وېبپاڼه/ افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، عامه تاسیسات له جګړې سره تړاو نه لري، د افغانانو ل جوړ شوي او طالبان یې باید په قصدي توګه ویجاړ نه کړي.
بلخوا سکاټ مېلر یو ځل بیا هم پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي.
نوموړي دغه راز طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، نو ښايي د سولې خبرې زیانمنې شي.
دغه لوړپوړي امریکایي جنرال همدا راز ویلي چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ دوام لري او طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي.
طالبانو بیا د سکاټ مېلر پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
په وروستیو کې د طالبانو د جنګیالیو له لوري د عامه تاسیساتو ړنګولو او یا هم لوټلو دا اندېښنې راپورته کړي چې نهشي افغانسان یو ځل بیا د خپل تاریخ تر ټولو ترخې او تیارې شیبې بیا تجربه کړي او ټول عامه او دولتي تاسیسات یې ړنګ او ولوټل شي. موږ ته خو د دغه شان سناریو تصور کول هم سخت دي، پاتې لا دا چې افغانان عملا د سر پر سترګو دغه حالت ګوري، خو هیڅ هم نه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.