The news is by your side.

د پاکستان اطاعت د طالبانو مجبوریت نه انتخاب دی

د پاکستان اطاعت د طالبانو مجبوریت نه انتخاب دی

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې ډېری محافظه کاره خلک چې د ذهن ديني اړخ يې غښتلی دی د پاکستان سره د طالبانو اړيکې يو مجبوریت بولي، که دا ډول خلک ډېر نه وي نو د پام وړ حتماً دي، په دې ډله خلکو کې معقول هم خلک هم موندل کېږي، دوی وايي چې طالبان د مجبوریت څخه پاکستان ته پناه وړي، دا اوس يې چې ځینې خبرې مني هم د مجبوريت څخه دي.

خو دې خلکو که د ملا برادر خبرې اوریدلي وي چې تازه يې په پاکستان کې وکړې نو اوس بايد پوه وي چې د پاکستان اطاعت د طالبانو د مجبوریت څخه ډېر يو انتخاب دی.

صرف د پاکستان لپاره هوښیار دي
دا دنيا په سرتمبه ګۍ په مخ نه ځي، انسان په طبعي ډول همداسې خلق شوی دی، انسان، ټولنه، ملت او دولت مجبور دي د شرايطو مطابق رفتار وکړي ځينې وخت دداسې شيانو څخه هم تېر شي چې په اصل کې یې زړه نه وي.

دا مصلحت ددې لپاره کېږي چې د ځينو پېښو څخه سړی په لږ زيان سره ووځي، که نه که يو کس په زورور موقعیت کې وي بيا ډېر د مصلحت اړتيا نلري.

طالبانو که د افغانستان په سياست کې د حالاتو په وړاندې د پېښو په وړاندې د مصلحت، تعقل او تدبر څخه کار اخیستی وی نن به دا د فاجعې ډک شل کاله په افغانانو او افغانستان نه تېرېدل، خو بس دوی د افغانانو لپاره سرې غومبسې دي او افغانان چيچي، نه د افغانستان د ملي شتمنيو نه د افغانانو د ژوند په هکله د مصلحت، تعقل او احتياط څخه کار اخلي خو هو د پاکستان سره د اړيکو لپاره بيا د مصلحت او احتياط څخه کار اخلي.

که دوی د افغانانو په وړاندې له دې مصلحت څخه کار اخیستی وی نن به د پاکستان په غېږ کې نه و پراته، نن به يې دا حال نه و چې د پاکستان زړه شي په ميدان يې بربنډ ودروي چې ګټې يې ایجاب کړي بيا لاس په نامه ښه راغلاست ورته وايي.

نن ددوی د سرتمبه ګۍ له لاسه نه افغانان يو ارام ژوند لري نه يې څوک په سیالو ملتونو کې حسابوي زموږ هويت زموږ شناخت يې سپک کړ.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر چې اسامه امريکا ته نه ورکاوه نو ورڅخه روایت شوې يوه کيسه کې ويل کېږي چې ده ويل چې ما خپله پادشاهي د اسامه قربان کړه، نو د ملا عمر څخه دا پوښتنه اوس کېږی چې د افغانستان، دا خلک، دا د هېواد ملي شتمني تا د کوم ځای څخه راوړې وه، دا ټول ستا بندګان و چې تا قرباني کول.

طالبانو د يو غیرت په خبره په یوه ضد، په يوه ځان ښکاره کولو او په دا ډول اس ځغلولو افغانستان د اشغال د وحشت د فساد کندې ته واچاوه او اوس یې تور هم په نورو لګوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.