آیا د طالبانو فکر بدل شوی دی؟
خبریال ډاټ کام/ آیا د طالبانو فکر د عصري ذره کړو ښوونځیو په اړه په رښتیا بدل شوی؟
که چېرته د طالبانو د ژریم دوره مطالعه کړو، نو ډېر داسې شواهد به ووینو چې دوی په خپل وخت کې څومره د ښوونځي او پوهنتون سره دښمني کوله. دوی ښونځی د کمونیزم او دیموکراسي خپرولو مرکز او یواځې دیني علوم یې روا ګڼل، داسې هېڅ شواهد نشته چې دوی دې پخپله دوره کې یو ښوونځی یا کوم پوهنتون جوړ کړی یا رغولی وي.
مونږ ویلای شو چې د پوهنې په اړه د دوی دا ډول ذهنیت لرل، له هغو ځایونو څخه سرچینه اخلي، چېرته چې دوی روزل شوي او تربیت شوي دي. دوی ټول د مدرسو شاګردان او ملایان و، چې یوه ورځ هم ښوونځي ته نه دي تللي او چا به چې خپل بچي ښوونځي ته لېږل، نو دوی به پسې بد او رد ویل او د دین له لارې یې وتلي خلک ګڼل، طالبانو خپل ځانونه او اولادونه چې په دیني مدارسو کې یې روزل، نیک او جنتیان بلل.
د طالبانو او د نورو افراطي مذهبي ډلو ايډیولوژي او فکر داسې جوړ شوی، دوی وایي، دنیا او په دې دنیا کې ژوند کول عبث او موقتي دی، دوی د دنیا هر څه لکه د اوبو په سر جوړ ځګ سره یې پرتله کوي.
کله چې دوی دنیا عبث او بې ګټې شی ګڼي، نو په دنیا پورې تړلي ټول زحمتونه، هڅې، څېړنې، اختراعات، پرمختګونه، او علوم هم بې ګټې کېږي او په اړه یې فکر کول هم ګناه حسابیږي. دوی یواځنی علم چې انسان پرې جنت ته داخلیږي، د اسلام د دین په اړه پوهاوی او علم دی، نور ټول علوم شیطاني ګڼي.
اوس که مونږ دا شل کاله مبارزه او د ولس په خلاف د طالب جنګ ته هم ځیر شو، نو یو داسې مثال به پیدا نه کړې، چې طالب دې د ښوونځي او پوهنتون سره دښمني نه وي پاللي، دوی مکتب سوزولی، نړولی او مورچلې یې ځیني جوړې کړي دي او د دنیوي او ساینسي علومو په خلاف یې سخت نفرت خپور کړی.
دوی دعوا کوي چې تر پنځوس فیصده زیاته خاوره د دوی په واک کې ده، نو سوال بیا دلته دی چې آیا د دوی په ساحو کې مکتبونو ته زیات زیان رسیدلای که د دولت ساحو کې، او یا د دوی په منطقو کې تعلیم ته زیاته توجه او کار شوی که د اسلامي جمهوري نظام تر رام لاندې سیمو کې چې دوی یې په خلاف جنګ هم جاري ساتلی؟
که چېرته دوی د تعلیم، ښوونځي او متعلم یا متعلمې سره دښمني نه لرله، نو بیا خو دا شل کاله د دې امکان و چې بې طرفه موسساتو، د دوی تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي جوړ کړي وو او ماشومان یې د علم په ګاڼه سمبال کړي و. هغه علم چې الله ج په نر او ښځه فرض کړی او دوی بیا دا حق ترې اخیستی و او اخیستی دی.
نن چې طالبان په قطر کې د یونیسف سره قرارداد امضاء کوي او اجازه ورکوي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې دې ښوونځي جوړ شي، نو دا ولس خو هم ړوند او لیونی نه دی، چې طالب ته ونه وایي، چې دا شل کاله خو تا (طالب) ښونځی الوزولو، سوزولو او زمونږ بچي دې د تعلیم څخه محروم او بینوا ساتلو. دنیوي او ساینسي علوم دې په دین کې منع ګڼل او ښوونځي دې د کفر مرکزونه بلل، نو اوس بیا څنګه دا همدغه یو د اسلام دین بېرته ښوونځي ته تګ روا او حلال ګڼي.
هو! د مسلمان افغان ولس دې پوښتنې ته طالب هېڅ ریښتونی او د اسلامي احکامو په رڼا کې ځواب نه لري، خو دا ثابت شوی اصل دی چې انسان د خپل ځان د دفاع لپاره چې هر څنګه کېږي، دروغ وایي،له ځانه د دفاع په خاطر د درواغو خوبونه ویني او د درواغو کیسې او روایتونه جوړوي او د خلکو اذهان بېرته ځان په اړه مینځي.
مونږ ولیدل چې طالبانو دروغ ویلې، چې دوی به د افغانستان د حکومت سره په هېڅ صورت خبرې نه کوي، او نن وینو چې دوی داده خبرو ته کېناستل.
هو دوی دروغ ویلې او په ناحقه یې فتوا ورکولې، چې ښوونځی، سړک، پُل او نورې ودانۍ د کفارو په پیسو جوړې شوي او باید ونړول شي، داده نن دوی پخپله د کفارو په پیسو ښوونځیو جوړولو ته اجازه ورکوي او هم ترې د نورو پروژو غوښتنه کوي. اوس ددوی پیروان ددوی د مشرانو ددې اقدام داسې صفتونه کوي، چې ته به فکر کوې چې دوی څومره ژرر بدل شول او حتا مونږ ملامت بولي او وایي چې نړیوال څومره ښې اړیکې له دوی سره لري.
همدغه ښونخي او نورې ودانۍ چې ما مسلمان جوړول، ناروا او حرام و، او چې نن یې ته مسلمان جوړوې حلال او روا دي. دا د یو شي په اړه، ددین دا دوه ډوله تعبیر او فتوا له کوم ځای څخه سرچینه اخلي؟
مونږ هغه وخت هم ښونځی نړول، بد ګڼل او اوس یې هم بد ګڼو، مونږ هغه وخت هم د ښونځي او تعلیم طرفداره وو او نن هم یو. ځکه زمونږ فتواوې او روایات چې له قرآن او احادیثو سرچینه اخلي، د یو شي په اړه یو تعبیر وړاندې کوي. تعلیم او ښوونځي ته تګ هغه وخت هم روا و او اوس هم روا دی. مونږ مسلمانان ددین د احکامو په اړه په تشویش کې نه اچوو، ځکه دین زمونږ لپاره، د الله ج لخوا رالېږل شوی دی؛ نه دا چې انسانان یې پخپله خوښه یو ډول او بل ډول تعریف او بیان کړي.
ځیني وایي چې طالبان اوس بدل شوي دي، هغه چې پخوا به یې سختي کوله،اوس یې نه کوي.
کچېرته د بعضو خلکو دې ډول فکري انحراف او په طالبانو یې باور کولو ته وګورو، نو سړي ته سوال پیدا شي چې دا خلک ولې د طالبانو تر واک لاندې سیمې یو ځل نه مطالعه کوي،چې په رښتیا هم هلته نجونې ښوونځیو ته ځي کنه؟
آیا په رښتیا هم دوی په ښونځیو کې د ساینسي علومو او نورو ټولنیزو علومو طرفدار دي کنه؟
په همغو مدرسو کې تربیت شوي او روزل شوي طالبانو فکر او نظر څنګه یو دم بدل شو؟ آیا د دوی د مدرسو په نصاب کې فرق راغی او یا دوی ته اوس د نورو پوهنتونونو استادان درس ورکوي؟
نه داسې هېڅ نه ده!
دوی هېڅ نه دي بدل شوي!
د دوی تعلیمي نظام، نصاب، تعلیم او تربیت ټول همغه د پخوا په شان دي.
هو دا به ووایم چې د دوی فکر او تنګ نظري زمونږ د سپیڅلي ددین برخه نه وه او نه به وي.
دوی پوه شول چې د ډېرو مسایلو په اړه طالبانو د دین نه غلطه ګټه پورته کړې وه او دې لپاره دوی کوم معقول ځواب هم نه لرلو، نو اوس ورو ورو دوی ځان د تنګ نظري په ځای لوی نظري معرفي کوي.
دوی اوس انجنیر، داکتر، د ښځو تعلیم، کمپیوتر کار، ژورنالست او نور ډېر هغه چې دوی یې نوم اخیستل ګناه ګڼله او نن یې په دفاع کې خولې لاړې وچوي او ولس او نړۍ ته ځانونه د دې ارزښتونو سخت مدافعین معرفي کوي.
په پای کې به ووایم چې طالبان د ښونځي، پوهنتون، د نجونو د تعلیم، د ساینسي علومو او تجربو کلک مخالف وو او لا تر اوسه پورې دي.
نن چې دوی په خپلو سیمو کې ښونځیو جوړولو ته اجازه ورکوي، د یو مجبوریت په اساس یې دا کار کړی، تر څو نړۍ او افغانانو ته ځانونه د علم او پوهاوی طرفداران معرفي کړي او د نړیوالو خواخوږي او توجه ځان ته راجلب کړي، خو که کومه ورځ دوی بیا واک ته ورسېدل، نو همغه ورځ به د علم، ساینس، پرمختګ او تمدن ریښې لکه د بامیانو بتان چې په بمونو والوځول، دغه ډول له مینځه یوسي او خپل د تنګ نظری، د خلکو د آزادۍ او حقوقو سلبولو او په سړکونو کې د مخ تورولو، په خرو سپرولو او کېبلونو فرهنګ، چې د دوی د خوښې عمل دی بېرته پېل کړي.
دا اړینه ده چې ووایم، نور په مسلمانه افغان ټولنه کې د دې ډول طالبي افراطي فکر او ایډیولوژی خپرولو ځای نشته او اوس افغانان ډېر هوښیار او د ډېرو ترخو تجربو خاوندان دي، نور نه غواړي بېرته په شا تګ پیل وکړي او د پرمختګ د کاروان څخه ځانونه جلا کړي.
ع.ح. خلیل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.