The news is by your side.

ولې بايد رومي بانجان په یخچال کې ونه ساتل شي؟

ولې بايد رومي بانجان په یخچال کې ونه ساتل شي؟

خبريال وېبپاڼه/ يو هغه څه چې موږ فکر کوو سم دي خو په حقيقت کې ناسم دي په يخچال کې د روغ ساتلو لپاره د رومي بانجانو کېښودل دي.

په ټوله کې موږ د مشروباتو يانې هغه شيانو چې څښو یې او نورو خوړو خوند زموږ په ژبه کې د موجودو خوند جذب کوونکو رسېپطورونو په واسطه اخلو، کله چې ناروغ و او خپله پوزه مو پټه کړې وي د خوړو د بوی څخه لرې صرف خوند یې د ژبې له لارې اخیستلای شو.

دا سپارښتنه ډېری کسان کوي چې د خوړو او یا مېوو د خوند د لاسه د نه ورکولو لپاره بايد دا ډول شيان په یخچال کې کېښودل شي، خو دا سپارښتنه هر وخت او د ټولو خوړو او مېوو لپاره سمه نه ده.

رومي بانجان پخپل جوړښت کې يو ډول ځانګړی بوی او خوند لري، هغه رومي بانجان چې تاسې يې د پټي څخه راوړی او هېڅ یې په تمه نه کړی خپل ځانته يو خاص بوی او خوند لري.

خو ايا دې ته مو پام کړی دی چې کله د پټي څخه تازه رومي بانجان راوړی او بیا یې په یخچال کې کیږدی، څه وخت وروسته یې بېرته راواخلی نو خوند یې نه وي بدل، که د چټک ژوند لېونی سرعت ددې حس چانس نه دی درکړی.

څیړنې بل څه وايي، د رومي بانجانو په ګڼو ډولونو ترسره شوې څېړنې ښيي چې په يخچال کې ساتل شوي رومي بانجان د خپل لومړي حالت بوی او خوند له لاسه ورکوي او خوند يې د پام وړ په کچه راکمېږي.

د فلوریډا په پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې په سړه هوا کې په يخچال کې ساتل شوي رومي بانجان ځینې هغه جنونه خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د بانجانو په خوند کې ځانګړی رول لري، د پوهانو څېړنې په دې اړوند ښيي چې دا تاثير دایمي وي او کله چې بېرته رومي بانجان په ګرمه هوا کې هم کېښودل شي بېرته یې خوند نه زياتېږي.

ددې څیړنې په بنسټ په يخچال کې د څه زياتې مودې لپاره د رومي بانجانو ساتل ددې سبب کېږي چې رومي بانجان د خپل اصلي خوند ۶۵ سلنه له لاسه ورکړي.

پوهان سپارښتنه کوي چې مېوې او سبزۍ بايد تازه تازه وخوړل شي، ځکه که د يوې خوا یې خلک په کورونو کې په يخچالونو کې په ورځو ورځو ساتي نو بايد متوجه اوسي چې دا شيان مخکې له دوی څخه هم د ډېر وخت لپاره په ډیپوګانو کې ساتل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance