The news is by your side.

ترکيه پناه غوښتونکي ایغور مسلمانان بېرته چين ته سپاري

ترکيه پناه غوښتونکي ایغور مسلمانان بېرته چين ته سپاري

خبريال وېبپاڼه/ ډېره موده کېږي چې نړيوالو رسنيو په ایغور مسلمانانو باندې د چين د ظلمونو څخه پرده پورته کړې ده، چین تر دوه ميليونه زيات ایغور مسلمانان په کمپونو کې بند کړي دي او هڅه کیږي دوی د اسلام له دين څخه پردي شي.

چين نه یوازې ددې مسلمانانو د دين د پرېښودلو هڅه کوي بلکې په دوی سخت ظلمونه هم روان دي، د چين حکومت په دې کمپونو کې په مسلمانانو ډول ډول ظلمونه کوي، د چا نوکان وباسي د چا بې‌غزني په چا تېری کوي او نور دا ډول ډېر ځورونکي ظلمونه.

د چین څخه ترکيې ته په تېښته بريالۍ شوې يوه اویغور مسلمانه وايي چې د چين پوليسو په دې کمپونو کې ددوی څخه ټولې جامې وباسلې او بيا یې دوی ته ويل چې يو ځل کېني او بيا پاڅي.

د چین څخه تازه راپورونه دا هم ښيي چې چين اوس په دې مسلمانانو باندې جبري کارونه پيل کړي دي، د چين حکومت مسلمانان وړي کانونه ورباندې کېندي، د کورونا ويروس د پيدا کېدو سره اوس ويل کېږي د چين حکومت دا مسلمانان د ماسکونو جوړلو ته کېنولي دي، چين بيا دا ماسکونه په نورو هېوادونو پلوري، خو مسلمانان ددې کار په بدل کې هېڅ ډول معاش نه اخلي يانې نه ورکول کېږي.

ډېری دا مسلمانان هڅه کوي اسلامي هېوادونو ته پناه يوسي، په تېره بيا هغه مسلمانو هېوادونو ته چې ترکان پکې ژوند کوي، ایغور مسلمانان ځکه ترکي هېوادونو ته پناه وروړي چې په قوم دوی هم ترک دي.

ډېری ايغوریان چې په تېښته بريالي شوي دي ترکيې ته تللي دي، دوی په دې هيله ترکيې ته تللي و چې ترکيه نسبتا غښتلی هېواد دی او د چين د سترګو به پکې خوندي وي، له بده مرغه چې دا ایغوریانو دا فکر ډېر سم نه و.

تازه د ترکيې هېواد د چین سره د بندیانو او نورو اتباعو د اړتيا په صورت کې د تبادلې موافقتنامه لاسلیک شوه، دا توافقنامه چې پرون د چين پارلمان تاييد کړه په دې مانا ده چې د چين د غوښتلو په صورت کې به ترکيې ته پناه تللي ایغوریان بېرته چين ته سپارل کېږي.

د ترکيې حکومت په اقتصادي ډول ورځ تر بلې د چين تر تاثیر لاندې راځي او له همدې کبله د چین خبره اوس د ترکیې په حکومت کې تر بل هر وخت ډېره چلېږي، چين په ترکیه کې په ميليارډونو ډالره تازه پانګونه کوي او د ترکيې په اقتصاد کې خپل ځای ورځ تر بلې ثابتوي.

په ترکیه کې خلک چين ته د ایغور مسلمانانو د واپس کولو سخت مخالف دي خو د ترکيې حکومت د اقتصادي باستنګۍ له وجې د چين تر خبرې نشي تېرېدلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance