The news is by your side.

د پاکستانيانو ملنډې د څه شي څخه سرچينه اخلي؟

خبريال وېبپاڼه/ پاکستاني رسنیو او ځينو څېرو د لسيزې د غوره لوبغاړي په صفت د راشد خان د اعلان کېدو خبر نه دی زغملی او ‌د سپکاوي او ګستاخۍ ډک خبرونه او راپورونه یې ورباندې جوړ کړي دي.

البته د نړۍ په سټېج کې ددوی دا کينه او نفرت هېڅ نه بدلوي او دوی نور هم شرموي، خو ددوی دښمني د افغانانو سره داسې بنسټیزه ده چې هېڅ ډول اخلاقي او بشري سرحد او اصول نه پېژني او د یوه لوري د راشد خان او افغانستان دا بریا ناچیزه يادوي، دوی په راشد خان او افغان کرکټ ټوکې ليکلي ترڅو د افغانستان دا لويه بريا کوچنۍ وښيي.

پاکستانيان ولې داسې کوي؟
له بده مرغه چې زموږ د پخوانيو حکومتونو د بې تدبيرۍ او خود غرضۍ له وجې افغانستان د شوري د يرغل ښکار شو، په دې جګړه کې افغانستان زيات زيانونه وليدل او په مليونونو افغانان پاکستان، ايران او کم شمېر غربي هېوادونو ته کډوال شول.

ترټولو زيات افغانان پاکستان ته‌ کډوال شول، که څه هم مظلومو افغانانو ته دا هم د شکر ځای ښکاریده چې پاکستان ته له دې خونړي جنګ څخه ولاړل خو ددې کډوالۍ له پايلې څخه نه و خبر.

پاکستانيانو په پاکستان کې تل افغان کډوال ليدلي‌ دي، دوی هغه افغانان هلته ليدلي چې بې کوره او بې اوره و، ددوی رحمت او مهربانۍ ته یې سترګې نيولې وې، دوی به ورباندې رشخندونه‌ وهل، ظلمونه به يې ورباندې کول او دوی به يې‌ خپلو موخو لپاره کارول.

اوس د پاکستانيانو په سترګو کې ټول افغانان همغسې خوار او زار ښکارېږي، دوی فکر کوي اوس هم ټول افغانان په هغه حالت کې دي چېرته چې د کډوالۍ په حالت کې په پاکستان کې و.

دوی اوس دا نشي زغملی چې افغانان دې په نړيوالو موقفونو او سټېجونو کې داسې مقامونو ته ورسېږي چې هلته دې پاکستانيان هېڅ ځای ونلري، دوی اوس دا نشي زغملی چې افغانان دې له دوی څخه لوړ وياړونه او مقامونه ترلاسه کړي.

له همدې کبله دوی د افغانانو پرمختګ د افغانانو اعتبار د افغانانو عزت د افغانانو اتلولي او مطرح والی په داسې سطحه نشي زغملی چې په هغه سويه دې د کوم پاکستاني عزت او مقام نه وي.

خو افغانان نور د کډوالۍ په وخت د محکومیت په دوره کې نه دي، په مخ کې يې اوس هم د خنډونو ډکه لاره پرته ده خو په غښتلې اراده افغانان په دې لاره کې مزل کوي او دا خنډونه د خپلې مخې څخه لرې کوي، که پاکستانيان ژاړي یا خاندي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.