The news is by your side.

ټرمپ د امریکا ټاکنو کې د درغلي کولوهڅه کړې

خبریال ویبپاڼه/ د ټرمپ په یوه ټلیفوني مکالمه کې رسنیوته په لاس ورغلې د یوه ایالت وزیر په دې مجبوري چې  د ده رایه ډیري کړي خو هغه يې غوښتنه رد کړې او ویلي یې دی چې دا کار امکان نلري.

د دې مکالمې د خپریدولو وروسته په کور دننه امریکا کې د یو شمېر سیاسونو او ګوندونو سخته غوسه را پارولې او ویلي دي چې باید ټرمپ سخته سزا وګوري

ټرمپ د امریکا د جورجیا ایالت د کورنیو چارو وزیر څخه د ټلفیوني مکالمې له لارې په ټاکنو کې د درغلي او د ده د رایو ډیرولو غوښتنه کړې وه.

نوموړي په فشار او زور ویلي چې د جورجیاد کورنیو چارو وزیر باید د بایډن پر وړاندې د ټرمپ شاوخوا ۱۱ زره رایې ډېرې کړي. د جورجیا د کورنیو چارو وزیر په دې تلیفوني مکالمه کې د ټرمپ غوښتنه رد کړې ده.

کله چې ټرمپ په دې ټاکنو کې ماتي وخوړه او په دې پوه سو چې واک باید خوشي کړي د ټاکنو  پایلو د نه منلو عادت يې خپل کړ، او یوه ورځ يې په ټویټ کې د امریکا ټاکنې د دریمې نړۍ ټاکنې بللې وې او د افغانستان ولسمریزې ټاکنې يې ترې غوره بللې وي.

د روانې میاشتي په شلمه نېټه به ټرمپ خپل واک په قانوني  ډول سره جو بایډن ته سپاري او دی به له واکه ایسته کیږي، د امریکا په تاریخ کې دا ټاکنې ډیري جنجالي ټاکنې بلل سوې.

کله چې بایډن واک ته رسیږی نو د ده په وړاندې افغانستان عراق او کرونا هغه لوی مسایل  دی چې نوموړی باید ورته حل لارې پیدا کړي، ټرمپ د دې ټولوکارونو ترڅنګ له ایران سره هم اړیکي د پوځي مداخلې تر سرحده رسولې او داسې ګمان کیږي چې  د دې دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکي نورې هم خرابي سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance