The news is by your side.

مدني فعالانو ته خطر! ډیوې نیازۍ افغانستان پرېښود

خبریال وېب پاڼه/ مدني او د ښځو حقونو فعالې ډیوې نیازۍ افغانستان پرېښود.

ډیوې پر خپل فېسبوک لیکلي چې د زیاتو ګواښونو له کبله د یوې مودې لپاره خپل ګران هېواد افغانستان پرېږدي او د حالاتو په ښه کېدلو سره به بېرته را وګرځي.

د افغانستان په لویو ښارونو کې په وروستیو دوه میاشتو کې زیات خبریالان او مدني فعالان د نا معلومه وسله والو له لوري ترور شول.

دا مهال افغانستان د خبریالانو او مدني فعالانو لپاره امن نه دی.

مدني فعاله ډیوه نیازۍ چې د ولسي جرګې له ټاکنو وړاندې له هند نه افغانستان ته راغلې وه او دلته یې خپل فعالیتونه کول، د نوموړې په وینا چې یو ځل بیا د ګواښونو له کبله اړه شوه د خپل سالم ژوند لپاره هېواد پرېږدي خو تر نا معلوم وخت وروسته به بیا هېواد ته را وګرځي.

په خواله رسنیو کې ځینو مبصرینو له هېواده د ډیوې نیازۍ تګ مسخره بللی، ځیني وایي دا چې ډیوې ونه شول کولی ولسي جرګې ته لار پیدا کړي او نه یې هم دلته کوم موقف خپل کړ او نه یې دلته د تېر کړي وخت پر مهال خلکو ته خدمت وکړ اوس غواړي چې هېواد پرېږدي.

خو په ظاهر کې افغانستان دا مهال د خبریالانو او مدني فعالانو او په ځانګړې توګه ښځینه فعالانو لپاره د خطره ډک هېواد دی.

تېره میاشت ننګرهار کې د مدني فعالې او خبریالې ملالې میوند له شهیدېدو وروسته د نورو ښځینه فعالانو فعالیتونه او ژوند هم په خطر کې شوی چې یو شمېرو یې له خپلو فعالیتونو لاس واخیست او ډیوه نیازۍ هم د هېواد پرېښودلو ته اړه شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance