د ايرلنډ او افغانستان لوبه بيا لغوه کېږي؟
خبريال وېبپاڼه/ تمه وه چې د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ به په اماراتو سيالي ترسره شي، د ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډله لا له وړاندې اماراتو ته رسېدلې ده او هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.
خو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ټيم بيا دوه ورځې وړاندې تازه ددې لوبو لپاره خپل سکواډ اعلان کړ حال دا چې آيرلنډ وختي سکواډ اعلان کړی و او اماراتو ته راغلي و هلته یې تمرینات کول.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړو ته د اماراتو ويزې نه دي ورکړل شوې، که څه هم اماراتو له دې وړاندې هم ځينې افغان لوبغاړو ته د ویزو په ورکړه کې ستونزه پيدا کړې وه خو دا ځل ددوی سبب د کورونا ويروس ښکاري، ځکه افغانستان هم د هغه هېوادونو په ډله کې دی چې اماراتو ورته د کورونا ويروس له کبله د ويزو ورکول بند کړي دي.
ايرلنډ هم علاقه نلري
د بلې خوا ويل کېږي د آيرلنډ کرکټ ټيم هم ليوالتيا نلري چې عمان ته سفر وکړي، افغانستان له بدې ورځې اوس عمان ټاکلی دی، ځکه امارات ويزې نه ورکوي او په هند کې هم کورونا ويروس زيات دی.
خو ويل کېږي د ايرلنډ ټیم عمان ته د سفر په هکله ځینې بهانې وړاندې کوي، په حقيقت دوی نه غواړي د اماراتو څخه اوس بل هېواد ته ولاړ شي، په ځانګړي ډول عمان ته ځکه د آيرلنډ لوبغاړي د عمان د ګراونډونو سره چندان بلند نه دي او هلته يې ډېرې کمې لوبې ترسره کړې دي.
د ايرلنډ ټیم دا بهانه کوي چې د مالي ستونزو له کبله دوی اوس وخت کې نشي کولي چې عمان ته سفر وکړي خو په اصل کې نه غواړي عمان ته ولاړ شي.
ګوته افغان کرکټ بورډ ته نيول کېږي
مينوال او د کرکټ شننوکي دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې زياتې مهمې بولي، ځکه افغانستان ډېره موده کېږي کور ناست دی او ټيم يې چندان لوبې نه لري.
مينوال او د کرکټ د چارو مبصرین وايي چې د کرکټ بورډ ضعيف مدیریت ددې سبب شوی دی مې د هېواد د کرکټ د ملي ټيم لپاره کافي لوبې برابرې نسي د سپانسر پيدا کولو ستونزه حل نشي او بلاخره افغان لوبډله په کرکټ کې پيکه شي.
راشد، مجيب او نبي
د افغانستان مخکښ لوبغاړي همدا اوس د اسټراليا د کرکټ په تجارتي ليګ بېګ باش کې لوبېږي، تمه ده د ايرلنډ سره د لوبې د دقيقې نېټې د اعلان سره سم دوی عمان ته ولاړ شي.
په بېګ باش کې به د نبي د تګ سره نور احمد لکڼوال ته لا زيات فرصت په لاس ورشي چې ولوبیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.