The news is by your side.

ضيا ودان د خپلو وروستيو څرګندونو وروسته شهيد شو

خبريال ویبپاڼه/ ضيا ودان چې تر ډېره په ټولنيزو کړنو بوخت و په دې وروستيو کې یې دولتي دنده ترلاسه کړې وه او رسمي دنده يې درلوده، دی نن سهار هغه مهال د يوه چسپکي ماين ښکار شو کله چې د خپل کور څخه د دفتر په لور روان و.

ضيا ودان تر ډېره تېزه ژبه درلوده او په خبرو کې ورته خدای پاک ښه استعداد ورکړی و، که څه هم د نظام او جمهوریت پلوی و خو د حکومت په نيمګړتياوو یې هم ډېر وخت سترګې نه پټولې ده.

د لنډغرو خلاف و
ضيا ودان په ځانګړي ډول د لنډغرو خلاف و، هغه داسې يو افغانستان غوښتل چې د زور او ځواک سرچینه يوازې رسمی دولتي بنسټونه وي او نور هېڅ ملکي وګړی ياغي نه وي، هېڅوک بدون له امنیتي ځواکونو وسلې ونلري او خلک ونه ګواښي.

ډېر وخت به یې په هغه کسانو چې اوس هم ددولت اصلي برخه دي او په دې حال کې هم ددولت په وړاندې سوله پورته کوي نيوکه کوله.

د خالد نور په هکله
ضيا ودان په دې وروستيو کې پخپل فېسبوک کې يوه ليکنه خپره کړه چې مخاطب یې د عطامحمد نور د ټلوالې د پخواني وسله وال زوی و.

ده په دې لیکنه کې په ادبي ډول د عطامحمد نور زوی خالد نور ښه غندلی و او د افغانستان د اوسني وضعيت یو ډېر دقیق انځور یې په دې ليکنه کې کاږلی و.

ده پخپله ليکنه کې د عطامحمد نور زوی مخاطب کړی و او ورته ليکلي يې و؛ نه دې عمر زما څخه ډېر دی او نه هم زما څخه ډېرې زده کړې لرې، ستا د هېواد دواړې ملي ژبې هم نه دي زده حال دا چې زه د هېواد په دواړو ملي ژبو خبرې کولی شم، ددې هرڅه سره سره ارګ ستا په هکله دې اوازې ته چې نه د سولې د مذاکراتي ټيم له جوړښت څخه لرې شوی ېې فورا غبرګون وښود او دا خبر یې رد کړ خو پوهېږې که زه په فېسبوک کې یو پوست هم وکړم، يوه نيوکه هم وکړم نو کېدی شي خپله دنده له لاسه ورکړم کېدی شي خپل ټول کرېیر له لاسه ورکړم.

پوهېږې ولې؟ ځکه ستا پلار يو پخوانی وسله وال او جهادی دی او زما پلار ښو ښوونکی دی.

له دې ليکنې وروسته څو ورځې نه وې وتلې چې نن بلاخره هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

windows 7 ultimate kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance