The news is by your side.

شمالي وزیرستان کې بیا پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېبپاڼه/  تېره ورځ د پاکستاني پوځ او وسله‌ والو مخالفانو ترمنځ په جګړه کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې جګړه د شمالي وزيرستان په ډوګا مچا کلي کې رامنځته شوې ده چې پاکستاني پوځیانو ته پکې قوي مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان پوځ هغه له وسله والو مخالفینو سره په شمالي وزیرستان کې دغه نښته تایید کړې ده او ویلي یې دي، چې نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوی پوځیانو په ډوګا مچا کلي کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای چاڼیز عملیات ترسره کول.

د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي شوي، چې په شمالي وزیرستان کې د يادې نښتې پرمهال يې يوازې يو پوځي وژل شوی دی، خو خبرپاڼې بيا د ټپيانو په تړاو مالومات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې پر شمالي او سوېلي وزيرستان سربېره په قبايلي سيمو او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو وسله‌وال بريدونه زيات شوي، چې په ترڅ کې یې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

د يادو بريدونو مسوولیت ډېر کله په قبايلي سيمو کې فعال د تحريک طالبان پاکستان او يا او هم د بلوڅ بېلتون‌پالو غورځنګ په غاړه اخلي.

که څه هم ښکاره دلایل نه دي معلوم چې ولې دوی پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، خو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت لخوا د بلوڅ ملتپالو د غوښتنو نه منل او د پوځ لخوا پر بلوڅان بېساري ظلم دغه ډول پېښو ته لا هواره کړې ده.

بلوڅ ملتپالو وخت ناوخت ټینګار کړی چې که پاکستانی حکومت د دوی له وژنو او ځورونو لاس وانخلي، نو د پوځ پر ضد به ورته بریدونه دوام ولري.

office 365 kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance