The news is by your side.

داسې هېواد چې ښکلې نجلۍ پکې يو خاص کس ته ورکول کیږي؟

داسې هېواد چې ښکلې نجلۍ پکې يو خاص کس ته ورکول کیږي؟

خبريال وېبپاڼه/ پخوا د يوې نجلۍ سره د واده کولو لپاره بېلابېلو شرايطو شتون درلود، اوس د وخت په تېرېدو دا شرايط بدل شوي دي، نن په نړۍ کې ستندرد پيسې، تحصيل او ښه شخصیت دی، خو پرون نړۍ په بل حالت کې وه، هغه وخت ستندرد قوت او طاقت و.

د سوري قبيله بيا يو له هغه قبيلو څخه ده چې تراوسه د پرونۍ نړۍ رواجونه څاري او عملي کوي یې، ددې قبيلې د رواج په بنسټ د قبيلې ترټولو ښکلې نجلۍ به د قبيلې د ترټولو قوي هلک سره واده کوي، خو دا قوي هلک به څه ډول مالومېږي، چې قوي او غښتلی هلک څوک دی.

ځانګړې مسابقه او سيالي

په دې قبيله کې د غښتلي ځوان د پيدا کولو لپاره په يوه ټاکلي وخت کې د ځوانانو ترمنځ سيالي‌ کېژي، په دې سيالۍ کې د قبيلې ځوانان د لرګيو يوه سيالي کوي، دواړه لوري پخپل لاس کې يو اوږد لرګی لري چې يوه اوږد پيپ ته ورته وي، په لرګیو سره دوي د يو بل سره مبارزه پيل کوي د يو بل د ماتولو او تسلیم کولو هڅه کوي.

ددې لوبې په پايله کې چې هرچا خپل رقيب مات کړ، تسليم يې کړ نو د قبيلې ښکلې نجلۍ به هم له همدې غښتلي ځوان سره واده کوي.

دا سیالۍ ډېر وخت خطرناکې وي، ځينې کسان پکې ډېر سخت ټپي‌ کېږي، ان داسې هم شوي دي چې په‌دې سیالیو کې ځینې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

سيلانيان اجازه نلري

په دې سيمه کې د قبيلې مشران سیلانیانو ته دا اجازه نه ورکوي چې دا سيالي وګوري خو يو هسپانوي خبريال کې د بارسلونا څخه ددې قبيلې هېواد ايتوپيا ته ورغلي و په دې بريالی شو چې د‌ قبيلې له مشرانو څخه د ګډون لپاره اجازه ترلاسه کړي.

د خاویر گیل تابیوس په نامه دې هسپانوي خبريال او عکاس په لومړي ځل ددې مبارزې ځينې انځورونه واخيستل، د قبيلې مشرانو دی صرف سيل ته پرېښی و خو دی په دې توانيدلی و چې ان د سیالۍ ځينې انځورونه هم واخلي.

حکومت دا سيالي غیرې قانوني اعلان کړې

که څه هم دا سيالي په دې هېواد کې ترسره کېږي خو په رسمي ډول ددې هېواد حکومت په ۱۹۹۴ م کال کې ددې سياليو کېدل بند کړل.

د حکومت له لوري ددې سياليو د غیرې قانوني اعلان کېدو سره سره دا خلک اوس هم خپل دغه رواج پالي او دا ډول سیالي ترتيبوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.