پټ اسناد؛ ولسمشر پټ د ماليې وزرات شېرزاد ته سپارلی
خبريال وېبپاڼه/ د مالیې وزرات کې په دې وروستيو کې اوبه نه دریږي، ددې وزرات معين مجيب الرحمن شېرزاد ياد وزرات کې د مالیې د وزیر ځای نيولو هڅه کوي او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلو روابطو څخه په ناوړه اخيستو سره هڅه کوي ياد وزارت لومړی فلج بيا تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د یاد وزارت څخه سرچینې وايي چې مجيب الرحمن شېرزاد د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپلو روابطو څخه ناوړه ګټه اخلي او ورځ نه وي تېره چې په ياد وزرات کې يو بل جنجال راپورته کړی وي.
د مالیې وزیر بې صلاحيته کول
د سرچینو په خبره چې د مالیې په وزارت کې اوس وزير هېڅ ډول صلاحیت نلري او ټول صلاحيت ترې ددې وزرات معين مجيب الرحمن شېرزاد ته ورکړل شوی دی.
په داسې حال کې چې د مالیې وزرات وزير په وزرات کې ترټولو لوړ او با صلاحیته مقام دی خو د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په ناوړه ګټې اخيستو سره اوس مجيب الرحمن شېرزاد ددې وزرات ټول صلاحيتونه خپل کړي دي او وزير پکې کاملاً محدود شوی دی.
ولسمشر ولې د وزارتونو په فلج کولو کې ونډه اخلي؟
د ولسمشر له راتګ سره هڅه کېږي د فساد د مخنیوي په بهانه د مهمو او حتی ټولو وزارتونو صلاحیتونه فلج شوي او په ځای یې په بېلابېلو نومونو ادارې جوړ شي چې ټولې په ارګ کې وي.
دوی په هر وزرات کې يو کس ټاکي چې د وزير صلاحيت محدود کړي، ددې ترڅنګ په فرعي ادارو جوړولو سره وزارتونه او نور لوی مهم بنسټونه فلج کوي او له فعالیت څخه یې غورځوي.
خو دا د فساد د مخنیوي په چاره کې هم پايله نلري، دا ځل بيا راپورونه او تحقيقات وښيي چې ترټولو ستر فساد په همدې فرعي ادارو کې چې د ارګ تر چتر لاندې فعاليت کوي ترسره شوی وي.
فرعي ادارې نه يوازې چې موجودې ادارې بې اعتباره کوي بلکې د ټول نظام جوړښت ګواښي، د فساد خطر زياتوي او ان فساد توليدوي.
دا ځل واک ټول یو کس يا څو محدودو کسانو ته سپارل کېږي چې دا پخپله هغه ته د اړتیا څخه ډېر واک په لاس کې ورکوي چې پايله يې تر هرڅه ستر فساد شي.
دا ډول کار نورې دارې فلج کړي، يو کس يوه کوچنۍ ډله ترټولو په آسانه ډول فساد کولی شي، حال دا چې په وزارتونو کې ددوی څخه فساد ګران وي خو په دې ډول ډلو او فرعي ادارو کې زيات وي.
د ټولو مقرر شویو کسانو بيا کتنه
د مجيب الرحمن شېرزاد په لمسون سره اوس ولسمشرۍ ماڼۍ امر کړی دی چې د ماليې د وزير عبدالهادي ارغنديوال له لوري ټاکل شوي کسان چې دده له راتګ سره سم راغلي دي ټول دې يو ځل بيا له سره وکتل شي.
د پلان شویو دسيسو له مخې په دې وزرات کې د ځانګړو مقامونو کسان په نښه کېږي او بيا د هغوي منفک کېدل او شړل کېدل غوښتل کېږي، په بېلابېلو نومونو هیئتونه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره ځانګړي روابط لري بیا د همدې منفک شويو کسانو په هکله د مجيب الرحمن شېرزاد په لاس وړانديزونه کوي.
که په لنډو سره ووايو نو دوی په ماليې وزرات کې د مجيب الرحمن شېرزاد پلان عملي کوي يوه ډله ځانګړي کسان غواړی د مالیې په وزارت کې دننه کړي او بیا که د حساب او کتاب وخت شو نو بيا به په ټوله کې دوی پړه د مالیې وزرات په مقام اچوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.