The news is by your side.

د چای او قهوی په ۶ حيرانوونکو ګټو پوه شئ!

خبريال وېب پاڼه: په ياد مو راځي کله چې د امتحانونو شپي وي لا مو دوه يا درې پاڼې درس نه وي ويلی چې د قهوي يا چای څښکئ ځکه د امتحان په شپو کې انسان ډير ستړی او ناراحته وي قهوه يا چای د انسان خوب ليرې کوي او ستړتيا او ناراحتي يې ختموي نو له همدي کبله خلک د ددې لپاره چې ښه مطالعه ولري د امتحان په شپو ورځو کې چاي او قهوه زيات څښکی.

په حقيقت کې چای يا قهوه ډيره ګټوره څښکوونکي مایع ده چای او قهوه د انتي اکسيدان او کافئين لري چې او ستاسو په ښه اوسېدو کې ډيره اغيز لري.

دلته د قهوی او چای په ۶ حيرانوونکو ګټو پوه شئ!

۱: چای او قهوه کولای شي ستاسو انرژي ډيره کړي ستاسو ستړيا ختمه کړي، ځکه چای او قهوه کافئين لري چې د ستړيا د ختميدو لپاره ډيره اغيزمنه ماده ده.

۲: چای او قهوه د وازدې د لمنځه تلو خاصيت لري، ځکه کافئين طبيعي مواد دي او د وازدې د لمنځه تلو خاصيتونه پکې ليدل شوي دي څيړني ښايې چای او قهوه د بدن ۱۳ سلنه وازده وييلي کوي خو بيا په ډنګرو کسانو کې ۲۹ سلنه وازده وييلي کوي.

۳: کافئين ستاسو فزيکي وړتيا ډيروي،چای او قهوه يو له مهمو ګټو همدا ده چې کافئين لري هرکله چې انسان د کار کولو پرمهال کمزوری شي نو د چای او قهوي په څښکو يې فزيکي وړتيا ډيریږي.

۴: په کافئين کې مهم غذايي مواد شتون لري​، ځکه کافئین د ويټامين​بی۳، ويټامين​بی۲،ويټامين​بی۵ او د مګنيزيم او پوټاشيم لرونکي ماده ده چې دا ټول ويټامينونه د بدن لپاره ډير ضروري دي.

۵: قهوه تاسو د ساري ناروغيو پر وړاندې خوندي ساتي او د عصابو د کمزورۍ مو ژغوري،

۶: قهوه او چای د خفګان ضد او د خوښۍ سبب ګرځي، تاسو فکر وکړئ کله چې تاسو خفه ياست او زړه مو ډير تنګ وي ځان سره فکرونه کوئ ناراحته هم ياست ايا کله مو د خفګان په وخت کې قهوه يا چای څښکی دی؟ هرکله چې خفه ياست نه کوشش کوئ چې د قهوې او چای څښکئ ځکه دا دواړه کافئين لري چې کافئين د انسان ذهن ته ارامتيا ورکوي انسان نورمال ساتي او د انسان پريشاني ختموي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.